سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د بريښنا شرکت ۱۳۸۰ جريبه ځمکه له غاصبينو را وګرځول...

ننګرهار کې د بريښنا شرکت ۱۳۸۰ جريبه ځمکه له غاصبينو را وګرځول شوه

تاند:( سې شنبه، د قوس لومړۍ) ‏د افغانستان د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر صفي الله احمدزي وايي، چې د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته نیولو په لړ کې د دغه شرکت اړوند ۱۴۹۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې.

د هغه په وينا، له دې جملې څخه ۱۳۸۰ جریبه ځمکه په ننګرهار، ۱۱۳ جريبه ځمکه د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ او
…يو جريب یې په بغلان ولايت کې ده.

د نوموړي په وينا، د دغه شرکت د ملکیتونو له جملې څخه د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د استوګنې ۴۰ کورونه او په بلخ ولایت کې ۶ د استوګنې کورونه چې غصب شوي وو، هم بېرته استرداد شوي.

د ځمکو غصب په افغانستان کې د پرزول شوي جمهوري نظام پر مهال يوه اوج ته رسیدلې ننګونه وه، چې نه يوازې دولتي بلکې شخصي ځمکې هم زورواکو او جنګسالارانو غصبولې.

د طالبانو له واکمنيدو سره د غاصبینو پر وړاندې د جدي چلند ژمنه شوې، خو خلک په دې اړه اخيستل شوي ګامونه کمرنګه بولي او پر جدیت ېې ټينګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب