یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeمقالېد يوه مړه شوي ولس بيا حيات

د يوه مړه شوي ولس بيا حيات

پنځم لیکچر

    لیکوال: یونس تنویر

له کله چې ۲۰۰۰ م کال شروع کېده، نو صلبیانو د مسلمانانو د ځپلو لپاره هرې خواته خپل تجهیزات شروع کړل. د دوی اراده داوه، چې ټوله نړۍ په خپل حاکمیت کې راولي. په ځانګړي ډول افغانستان چې په نړۍ کې د مسلمانانو یوازینۍ جغرافیه ده، چې اوسیدونکي يې بغیر د خدای تعالی (ج) قانون او حاکمیت څخه پرته بل هیڅ حاکمیت نه مني او د نړۍ سترې امپراتورۍ یې سرکوبې کړې او شرمینده تللي دي.

      ټوله نړۍ حتا اکثریته اسلامي هیوادونه د ناټو په شکل سره راغونډ شول او پر افغانسنان یې یرغل راوړو. ددې سیمې خلکو په کلونو- کلونو د یرغلګرو په مقابل کې مبارزه وکړه او دا خاوره یې له صلیبي ښکیلاک پاکه کړه.

       صلیب چې له پیله په سخت مغرورانه او په تکبر سره یې په دې پاکه او مقدسه خاوره خپل چټل قدمونه کيښودل او د مسلمانانو د وژولو او ختمولو لپاره یې په میلینونو پیسي، اصلحې او مهیمات یې را وړل.

     لا د شوروي د تاړاک ساندې نه وې کرارې شوې، چې امریکاه او متحدینو یې په افغانستان د خپلو شومو موخو لپاره وزرې وغوړولې، مګر افغانان یې تسلیم نه کړای شول او شرمینده او سرکوبه له دې هیواده وتښتېدل.

       شل کاله یې له هیڅ ډول ظلم لاس وانه خیست او یوه منحوسه او پردۍ ګټو ته ژمنه اداره یې جوړه کړه. او افغان ولس یې د شکلنې ناروا جګړې ښکار کړ. اطرفیانو، مومنانو، علماو ته د جهالت په سترګه کتل کیده. او ددې لپاره یې په زرګونو میډیاوې مقررې کړې وې، چې ددې خلکو د بدنامۍ سندرې ولیکي. حتا ویل شوي دي، چې دولسزره رسني خاص د همدې تبلیغ لپاره وقف شوې وې او په زرګونو بې ضمیره افغان اخیستل شوي و.  ددې ادارې کار یوازې د افغانانو بي عزته کول او په وژنه یې تهداب ایښودل شوی و.

       زیاتره بهر میشتي طبیعت اصله افغانان یې له ځانونو سره راوستي و او ددې ادارې اختیار یې ورکړي و. هغوی! نه د هیواد، ولس، کلتور او اسلام کیسه کې ول او نه یې شرف درلوده.

       د خلکو ترمنځ یې تفرقې تعصبات، مذهبي اختلافات او د قدرت  د لاسته راوړلو لپاره یې مافیاوي ادارې جوړې وې او حتا انسانان یې په پیسو اخیستل. یو څو کسانو خپل عیش او حشرت کاوه او ولس په سره تبه مړ کېده.

       د یوه عام اټکل له مخې که هر افغان ته د بهرنیو مرستو نیمې پیسو درېیمه برخه ورکړل شوې وای، نو افغانان به هیڅ وخت له اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان نه ول.

        مګر څه و؟ افغان وژنه، په کورونو بمبارد، شپني چاپې او عام خلک وژل، د ښځو او ماشومانو وژنه، په ودونو بمبارد، د سپرلیو په موټرو، جنازو او په مسجدونو او عامو ځایونه بمباردونه او اطراف ته هیڅ لومړني ضروریات مهیا نه شول.

       ځینې خرڅو شویو افغانانو لا د تاریخ  څخه دا نه و زده کړي، چې کفري ایجادیت خپله په کفر استوار وي، مګر هغوی د روښنفکرۍ، تمدون تمه ترې کوله او خپل افغان ولس یې ورته بې رحمه واژه او تحقیراوه یې.

        دوي ځکه د مسلمانانو، علماو، روحانیونو په بې عزتۍ مکلف ول، چې کفري استعمار ته لاره خلاصه شي او د یو څو رپیو لپاره یې ټول هیواد ته اور ورته کړی و. په نړۍ کې تر ټولو سخت زندانونه، شکنجې او روحي تکلیفونه د افغانانو پاک او معصوم جسدونه وخوړل.

        افغان دانا ولس بیرته د لوی ملا محمد عمر مجاهد په رهبرۍ مبارزه شروع کړه او د هیواد د ازادۍ لپاره یې  خپلې خوښۍ  د بارودو خوراک کړې او هیواد یې ازاد او ولس یې له یو لوی کړاوه وژعوره.

        له کله چې افغانانو د خپل کلتور، عزت، ناموس او اسلامي ارزښتونو سپکاوی ولیده، نو ځانونه یې لمبه کړل او خپل خوږې کورنۍ او ماشومان یې پریښودل او د کفارو په مرکزونو یې چاودنې وکړې او خپل ځانونه یې قربان کړل او یوه ستره غزا یې وکړه.

        په خدای تعالی (ج) یې توکل وکړ، د یوه مغرور، ظالم او متکبر زبرځواک سره یې ډغره ووهله او افغانان دغه بهیر سره داسې یو ځای شول، چې هیچا یې تصور هم نه شو کولای. کفارو او د هغوی غلامانو لپاره یې دا ځمکه تنور کړه او زموږ زیات شمېر افغانان پکې شهیدان شول او کورنۍ او بچیان یې بې سرپرسته او یتیمان پاتې شول.

        افغان ولس یوه داسې بې ساري قرباني ورکړه، چې ځمکې یې په خپلو وینو فرش کړې او هیواد یې له ‌ډیر خطرناک حالته وژغوره. یو الهي عشق د افغان ولس په زړونو کې ننوتو او د یو خارق العاده ازادي لپاره سره یو موټي شول. صلیب مات شو او د افغان مجاهد ولس وینې په لښتیو- لښتیو وبهېدلې. اکثریته کورني بورې، ورارې، کونډې او یتیمانې شوې، په ډلیزه توګه د کورنۍ غړي ووژل شول.

         خدای تعالی (ج) ددې کورنیو د انتقام لپاره د فدایانو په زړونو کې جذبه وا چوله په افغانستان کې د نړۍ د تباهي او بربادي لپاره یې خپل اخلاقي او روحاني لوړتیا ته ستانه کړل او هر مادي کیفیت یې ترې هیر کړ او د افغانانو د دفاع لپاره یې په ځانونو پسې باروت وتړل او سره لمبه شول او د شهادت جامونه یې نوش کړل.  کفارو چې د افغانانو دا حالت ولیده خدای تعالی (ج) یې په زړونو کې لا نوره ویره هم خوره کړه په په تښته ستانه شول.

          دغو افغانانو د هغه الهي پیغام لپاره قرباني ورکوله، چې په هیڅ حالت کې نه دی بدل شوی. ددغو لارویانو رښتنولي او پرهیزګاري الله (ج) دومره زیاته خوښه کړه، چې پوره نړۍ ته یې شکست ورکړ او افغانان یې یو ځل بیا د ازادۍ معراج ته ورسول.

مګر که هر څه و، خو د الله تعالی (ج) نصرت او د هغه خوښه وه. دلته که ناټو ماته شوه او یا داسې نور زبرځواکونه مات شول دا الله تعالی (ج) مات کړل او هغه له پښو وغورځول او د حق او باطل جګړه یې پریکړې ته ورسوله او افغان ولس یوه لویه سوبه خپله کړه.

         دا قرباني د الله تعالی (ج) خوښه وه؛ ځکه دلته د مسلمان مرګ واجب القتل و. دا دومره ظالم ول، چې هیڅ رحم او ترحم یې نه درلوده. حتا کله، چې وتل نو حکومتي تاسیسات یې هم ویجاړ کړل او روزنکي یې بیرته په غلامۍ له ځانه سره یو وړل. او ځينې یې  د روسې سره د اوکراین په جنګ کې مړه شول، مګر کفار مسلمانان ددې لپاره روزي، چې سبا ته بیا جګړه پرې وکړي. دوی زموږ په هیواد کې ځوانان د همدې موخې لپاره اخیستل او ساتل.

 مګر اوس چې موږ د هغو لپاره ډول وهو، دا په هیواد او ولس ستر ظلم دی. اوس په پوره مانا یو ازاد سیاسي نظام او اسلامي ارزښتونو مطابق ژوند شروع شوی دي. باید دا پیاوړی کړو. دا په دې مانا نه ده، چې موږ له دغه حالته جنګ ښه وګڼو.

خو معلومه نه ده، چې د الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر وزارت به د افغانانو دا میړانه څومره وساتي، ځکه هغوی په ډیرو نادرستو اخلاقو د خلکو زړونه بدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب