Homeخبرونهبرېښنا شرکت:له یو میلیارد افغانیو ډېر پورونه مو راټول کړي

برېښنا شرکت:له یو میلیارد افغانیو ډېر پورونه مو راټول کړي

تاند:( دوشنبه، د عقرب دېرشمه) د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو چارواکو په يوه مطبوعاتي ناسته کې نن، د خپلو تېرو درېیو میاشتو د فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

‏د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي وویل: په تېرو دوو میاشتو کې تصدیو او دولتي ادارو ۵۵۴ میلیونه ۵۹۵ زره ۴۹۸ افغانۍ پورونه د افغانستان برېښنا شرکت ته سپارلي او د ریاست الوزرا عالي مقام حکم له صادرېدو تر اوسه، ټولټال ۱ میلیارد او …۱۲۹ میلیونه او ۶۹۳ زره او ۹۲۵ افغانۍ د مالیې وزارت له لارې د دغه شرکت حساب ته انتقال شوي دي.

د دغه شرکت مسئولین زیاتوي: له سیاسیونو او زورواکو څخه د پورونو د ترلاسه کولو په لړ کې له ۵۴۵ پوړوړو څخه تر اوسه ۲۰۱ تنو یې ۴۵ میلیونه او ۵۲۵ زره او ۴۰۴ افغانۍ ورکړي دي.

د بریښنا شرکت چارواکو د پوروړو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې ويل شوي وو، چې د دغه شرکت په پوروړو کې اکثره یې پخواني چارواکي، سياستوال او زورواکي دي.

طالبانو خبرداری ورکړی و، چې د بريښنا شرکت بهر ته تللي پوروړي که پورونه لنډ نه کړي، جایدادونه او کورونه به ېې لیلام کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...