شنبه, اپریل 27, 2024
Home+افغانستان انترنشنل تلویزیون| عبدالرحمان درمان

افغانستان انترنشنل تلویزیون| عبدالرحمان درمان

د طالبانو په راتګ سره افغانستان کې لوی بدلون رامنځته شو دا بدلون د رسنیو لپاره په تیرو شلو کلنو کې یو لوی بحران و  چې رسنۍ به بیا په ازادانه ډول خپل فعالیت وکړی اوکنه ؟ د تصادف له مخې که د تنیظم شوی پلان له مخې په داسې حساسو شرایطو کې د افغانستان انټرنشنل رسنۍ خپل فعالیت شروع کړ!

دوې وایي دا تلویزیون مو ځکه جوړ کړ چې د طالبانو په راتګ سره د داخلې رسنیو فعالیت کم رنګه شو موږ دا خلا محسوس کړه او له وخت وړاندې مو د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون فعالیت پیل کړ ترڅو خلکو ته دقیق راپورونه او خبرونو وړاندې کړو.

دا لومړی رسنۍ نه ده چې افغانستان کې یی ناګهانه فعالیت شروع کړ بلکې له دې وړاندی ایران انټرنشنل، هزاره انټرنشنل هم موجود و په دې لیکنه کې کوشش شوی چې په عمومی ډول دا رسنۍ وڅپړل شې او لاندی پوښتنو ته ځواب ورکړل شی چې:

د دې رسنۍ د جوړیدو موخه څه ده؟

دافغانستان انټرنشنل رسنۍ مالې ملاتړ کوونکي څوک دی ځکه دا رسنۍ سوداګریز اعلانات نه لرۍ؟

ولی یې داسی حساسو شرایطو کې خپل فعالیت پیل کړو؟

د افغانستان انټرنشنل په کومو خبرونو ډیر تمرکز کوي؟

دا او یو څو نورې پوښتنې چې عام افغانان لا تراوسه پرې نه پوهیږي په دې لیکنه کې مو ورته اشاره کړی، په لیکنه کې د افغانستان انټرنشنل ویب سایټ او د نړی نورې مشهورې ورځپاڼې او د مشهورو خبریالانو د لیکنو څخه ګټه اخیستل شوې چې په پای کې په تفصیل راوړل شوی.

درمان

د سوکاله افغانستان په هیله

سریزه

د فعالیت پيلیدل په حساسو شرایطو کې

د طالبانو په راتګ سره دافغانستان انټرنشنل رسنۍ خپل فعالیت پیل کړو چې دټلویزیون سربیره ،ویب سایټ ،فیسبوک ،او راډیو له لارې څلرویشت ساعت خپرونی په فارسی ژبه کې وړاندی کوی اما دایرانی لهجې څخه تر ډیره کار اخیستل کیږی په داسی حساسو شرایطو کې ددې رسنۍ دفعالیت پیل خلکو ته ډیری پوښتني پیدا کوی ددغوپوښتنو دځواب موندلو لپاره به اول درسنۍ مشخصات ذکر کړو

افغانستان انټرنشنل ډیر تمرکز دافغانستان په پیښو کوی او څلرویشت ساعت دافغانستان تازه خبرونه خلکو ته وړاندی کوی اما داسی خبرونه چې په سلو کې یی دوه خبرونه هم مثبت نه دی نوبې له شکه چې اغیز یې هم زیات دی دوې اکثره وړو پیښوته لوی پوښښ ورکوی او دمعمولی خبرونو نه خانم جانه جوړه کړی .

که څه هم دولانټ مډیا شرکت لخوا ویل شوی وه چې په کال ۲۰۲۲ کې به خپل فعالیت شروع کوی اما دوې وخت ته منتظره نشول .

له دې وړاندی ایران انټرنشنل هم په حساسو شرایطو کې خپل فعالیت پیل کړو په کال ۱۳۹۶ کې هغه مهال چې دایران دانتخاباتو دوره وه ،افغانستان انټرنشنل ځکه په داسې حساسو شرایطو کې کار پیل کړو ترڅو ډیر مخاطبان ځانته جذب کړی او دټلویزیون TRP لوړه کړی ځکه داټکل له مخې د طالبانو په راتګ سره یوشمیر رسنۍ بندې شوی نودوې ته دا طلایی فرصت وه .

یادونه

ددې لپاره چې په پوره ډول دغه رسنۍ وپیژنو نو اکثره ځایونو کې دایران انټرنشنل ټلویزیون یادونه کوو ځکه چې دا دوانړه خپلو منځو کې سره اړیکه لری.

مالي ملاتړکوونکي

د دې رسنۍ او دایران انټرنشنل رسنۍ مالک یو شرکت د VOLANT MEDIA په نوم دی او د دواړو رسنیو مرکزې سټوډیو لندن او رسنیزه لوګو هم یوشان ده.

ولانټ مډیا هغه رسنیز سازمان یا شرکت دی چې مرکزې دفتر یی لندن کې دی او په کال ۲۰۱۷ کې دغه شرکت تأسیس شو نور دفترونه یی پاریس او واشنګټن کې هم شته، که څه هم ایران انټرنشنل ډیرې تمرکز په ایران کوي اما تراوسه پورې په ایران کې دفتر نه لري ځکه د ایران حکومت له خوا دغه رسنۍ ته اجازه نه ورکول کیږي.

د ایران د استخباراتو وزارت د ایران انټرنشنل رسنۍ د پیښو لوی ښودلو د اقوامو ترمنځ تفرقه او شخړو پیدا کولو تورنوی نو ځکه اجازه نه ورکوي چې په ایران کې دفتر پرانیزي.

له بل پلوه د ولانټ مډیا شرکت له لارې دغو رسنیو ته خبریالان، پروډیوسران په دندو ګمارل کیږي اما تراوسه پورې دا معلومه نه ده چې دا شرکت کوم په ملت/ هیواد پوری اړه لري، خو دوی بیا وایي چې زمونږ شرکت بیلا بیلو هیوادونو پورې اړه لري، د دوی دا پوښتنه هم شفافه نه ده اما دا شرکت اوس هم نوی خبریالان په دندو ګماري، کله چې طالبانو کابل ونیو نو د دغه شرکت لخوا ځینو خبریالانو ته وړاندیزونه وشول دوی خپلو کارمندانو ته د نورو رسنیو په پرتله دوه چنده معاش ورکوي ځکه خو د دې رسنۍ اکثره خبریالان د امریکا غږ ، بی بی سی او یو شمیر نورو مشهورو رسنیو څخه دې رسنۍ ته راغلي، دوی سوداګریز اعلانات هم نه لری نو د کارمندانو معاشونه چې د نورو رسنیو څخه دوه چنده دی څوک ورکوي؟

ایران انټرنشنل او افغانستان انټرنشنل داړه د ولانټ مډیا شرکت لخوا اداره کیږی چې مالک یی سعودي تبعه عادل عبدالکریم دی چې اوس مهال په برتانیا کې اوسي. ایران انټرنشنل د ۲۵۰ میلیونو ډالرو په لګښت تاسیس شوی چې دغه بودیجه د سعودی عربستان لخوا دې ټلویزیون ته ورکړل شوې اما دا شرکت دا تورونه ردوي، سعید کمال دهقان یو ایرانې خبریال دی چې په ګارډن ورځپاڼه کې یی مقاله خپره شوی هغه ایران انټرنشنل ټلویزیون اداره کوونکی عادل عبدالکریم یادوی چې د محمد بن سلمان نږدی کس دی .

نودافغانستان انټرنشنل ټلویزیون مالک یو عربی دی نو دهری رسنۍ فکری خط دهغې په تمویل کوونکې پورې اړه لری چې څه ډول خبرونه خلکو ته خپاره کړی .

د یک ټلویزیون همکاری

د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون د فعالیت څخه مخکې د ایران انټرنشنل او یک ټلویزیون ترمنځ یوه معاهده لاسلیک شوی وه چې یک ټلویزیون به د ایران انټرنشنل ټلویزیون هره ورځ یوساعته خبرونه خپروي په بدل کې به د یک ټلویزیون سره نورې مرستې کیږي. دې کار سره درې میلیون وګړي د ایران انټرنشنل ټلویزیون سره ملګري شول اما کله چې افغانستان انټرنشنل ټلویزیون خپل فعالیت شروع کړ نو یک ټلویزیون کې صرف لوګو پاتې شوه او په بشپړ ډول د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون خپرونې خپروی، د یادونې وړ ده چې د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون د فعالیت په پیل کیدو سره هیواد ټلویزیون باندی څلرویشت ساعته د افغانستان انټرنشنل خپروني وی په دې اړه تر اوسه موثق معلومات نشته چې د هیواد ټلویزیون سره کوم ځانګړی معاهده شوې که یا یې په هغه سپوږمکۍ چې هیواد ټلویزیون به هغې ته د خپلې فریکونسۍ له لارې خپرونې استولې برید شوی؟

د خندا وړ خبره خو دا ده چې تر اوسه په افغانستان انټرنشنل ټلویزیون چا انتقاد نه دی کړی اما هره ورځ ګورو چې د افغانانو ترمنځ شخړی پیدا کوي بله دا که اسلامې امارت مشابه فریکونسي سپوږمکۍ ته نه شي استولی ترڅو دغه رسنۍ بنده کړي اما دا خو کولای شي چې د یک او هیواد ټلویزیونونه چې د هیواد داخل کې دي، بند کړي.

که څه هم په افغانستان که وسلوال جنګ ختم شو اما رسنیز جنګ اوس هم دوام لری چې حاکمه ډله باید دې خبرې ته زیاته پاملرنه وکړی ځکه چې افغانستان انټرنشنل ټلویزیون کې حقیقتونه بل ډول تعبیریږی او افغانستان هغه هیواد دی چې بیلا بیل مذهبونه او قومونه لری او د داسې ټلویزیونونو خبرونه کولای شې د قومونو ترمنځ د جنګ میدان ګرم وساتي.

د دې ټلویزیون موخې

رسنۍ یوازی دواقیعت انعکاس نه دی بلکې رسنۍ واقعیت جوړوي او واقعیت ته هغه شکل ورکوي چې له دوی موخو سره مطابقت لري، وړې پیښې غټې ښیي او د ټولنې په سترو مشکلونو بیا سترګې پټوي، هر څوک چې هر کار کوي نو د یوې موخې لاسته راوړلو لپاره یې کوي نو د دې ټلویزیون په اړه تر اوسه پورې موثق معلومات نشته چې څومره لګښت پرې شوی اما ایران انټرنشنل باندی ۲۵۰ میلیونه ډالر لګښت شوی وه همدومره لګښت شاید په افغانستان انټرنشنل هم شوی وي خبره دا ده چې دومره لګښت چې په یو ټلویزیون کیږي نو موخې به یې هم سترې وي دلته یې ځیني شومې موخې ذکر کوو:

۱: اقلیت ته په اکثریت باندې لومړیتوب ورکول، یعنی هغه قوم چې ټول نفوس یې ۸ فیصده هم نه تشکیلوي د حکومت پر وړاندی پارول

۲: د قومونو ترمنځ شخړه پیدا کول او د هیواد مشهوره او وطن پرست سیاستوال سپکول

۳:د خلکو ترمنځ ابهام را منځته کول تر څو خلک دحاکمې ډلې پر وړاندې بیلا بیل نظرونه ولری دا کار د حکومت مشروعیت ته ستره ضربه رسوي

۴: کورنې جنګونو ته پوکې ورکول ترڅو تازه شي

۵: حاکمه ډله سپکول او خلکو ترمنځ دا ویره اچول چې روان وضیعت د اندیښنې وړ دی او جنګ به پیل کیږی

۶: په هیواد دننه دیوې ډلې طرفدارې کول ترڅو نظام ته صدمه ورسوي

۷:  منفی خبرونو خپرول پداسې انداز کې چې خلک ترې رنګارنګ تعبیرونه وکړی او دخلکو داعتماد لاسته راوړلو په خاطر د خبرونو په سرخط کې د مشهورو څیرو نومونه راوړل چې دا مونږ نه بلکې دا یی وایی

۸: د ښځو حقوقو او دبیان ازادۍ په نوم داسې خبرونه خپرول ترڅو خلک دحکومت پروړاندی لاریونونه وکړی او دوې یی په ژوندې بڼه خپروی.

خبرونو ته کتنه

دا رسنۍ وایی: هغه واقیعتونه چې داخلې رسنۍ یې د حکومت له ډاره نشې ویلې مونږ یې په بې طرف ډول تر خلکو رسو ترڅو خپلواک فکر رامنتځه شی، اما دا یې یو نمایشې شعار دی او خبره بل څه ده، دوی ترټولو ستر پوښښ د پنجشیر جنګ او د ښځو په اړه تاوتریخوالی ته ورکړی وه چې څلورو ښځو سره سپین کاغذونه وه او لیکلD یی پرې وه مونږ ازادي غواړو دوی هم دومره هوا ورکړه چې سړی حیران پاتې شي چې څه تیریږی، هغه خبرونه به واروي کوم چې د نا امنۍ په باره کې کوی د پرمختګ یو خبر به هم ونه ویني، دلته یې دمثال په ډول صرف سرټکي راوړم:

که څه هم د دې ټلویزیون د فعالیت د پیل کیدو دومره وخت نه کیږی اما پراخه ساحه یې د پوښښ لاندې نیولې او دا ساحه ورځ تربلې پراخیږی، د بیان ازادي ټول غواړی اما ژورنالیزم ځانته اصول او قوانین لري چې د هغو په چوکاټ کې باید خلکو ته خبرونه خپاره شي.

د خبرونو ټولونه

دا رسنۍ دښارې خبریالانو پرمټ ولاړه ده چې دهیواد دبیلا بیلو ولایتونو څخه ورته خلک غږیز او انځوریز کلپونه راستوی، دوې د (وقت روایت شما ست) ترعنوان لاندې خلکو ته ځانګړې سپارښتنې کوی چې څنګه دیوې پیښې څخه ویډیو وکړو؟ همدغه شان ځینې ادرسونه يي هم لیکلې ترڅو دغه کلپونه دوې ته ور واستوي تر اوس په دې اړه معلومات نشته چې ښارې خبریالانو ته د دې کلپ په بدل کې کومې پیسې ورکوی ، اما ددوې په خبرې خپرونو کې تر ډیره دهمدغې کلپونو څخه استفاده کیږی چې دښارې خبریال په غږ دغه کلپ روایت شوی وی.

 ښارې خبریال هغه ته وایی چې غیرې مسلکې وی اما دنوې ټیکنالوژی په مرسته خلکو ته په مختلفو شکلونه يوه پیښه روایت کوی ځکه رسنۍ د خلکو غږ دی او ښارې خبریال ددغه غږ مؤثره لار ده، اما دغه روایتونه ټول منفې دی خبرونه یی هم منفې دي تحلیلونه یی هم منفې دی که یوساعت دغه ټلویزیون څوک وګورې نو په دې عقیده به شې چې دنیا ورانیږی، زه دا نه وایم چې نورو رسنیو کې ځینو خلکو ته تبلیغات نه کیږی مګر دا رسنۍ ډیر په بې شرمۍ سره لګیا ده چې دافغانانو ترمنځ شخړې پیدا شې.

وړاندیزونه

بی بی سی او امریکا غږ، چې اوس وخت کې د نړۍ مشهورې رسنۍ دی، د ایران لخوا بندې شوی ایران همدغه شان ایران انټرنشنل هم بند کړ. دوی ددې کار لپاره مشابهې فریکونسۍ سپوږمکۍ ته واستوالې نو سپوږمکۍ دا نه شې تشخیصولی چې کومې څپې راونیسي او هغه خپاره کړي. دې سره رسنۍ کې پرازيټ راځي او د خپرونو مخه یې بندیږي اما په افغانستان کې دا کار شونی دی خو اوس ورته شرایط مناسب نه دي خو اسلامي امارت دا کولی شي چې د یک او هیواد ټلویزیونونه چې د هیواد داخل کې دي بند کړي.

که له یو خوا وسلوال جنګ پای ته ورسید اما رسنیز جنګ شروع شو وسلوال جنګ کې به ټاکلی ځای په نښه کیدو اما د دې او دې ته یو شمیر ورته رسنیو هدف ټول ملت دی، اسلامي امارت دې تر هرڅه دمخکې ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

تر اوسه د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون او دې ته ورته رسنیو بودیجې په اړه چاته شفاف معلومات نشته، د رسنیو د کنټرول لپاره باید له دوی څخه د مالې ملاتړ کوونکو په باره کې پوښتنې وشي، د یادونې وړ ده چې ډیرو رسنیو رسنیزه پالیسې د هغوی له کړنو سره سمه نه ده نو د استخباراتو وزارت چارواکې دې دغه پالیسې د دوی له خپرونو سره مقایسه کړي او له سرغړونکو سره دې قانونې چلند وکړي.

د رسنیو څپړنه یو مطبوعاتې ژانر دی چې په افغانستان کې ورته ډیره کمه پاملرنه شوې نو د ژورنالیزم د مسلک له پیروانو څخه مې دا غوښتنه ده چې خلکو ته دې رسنۍ په سم ډول وروپیژني څو هغه رسنۍ چې پرديپاله دی د هغو پر ځای خلک خپلواکې رسنۍ تعقیب کړي. په دې کار سره د خلکو اعتماد په خپلواکو رسنیو باندې زیاتیږي.

اخځونه

۱:http://www.volant media.com

۲:guardian news and media limited

۳:old.iranintl.com

۴:#AfghanistanMediaDatabase#

۵:  www.iranintl.com

۶:www.afintl.com

2 COMMENTS

  1. اوس ډیره ناوخته ده واخته یی قومونه هم وویشل تفرقه یی هم واچوله د جمهوریت بهترین نظام یی هم چپه کړ اوبه هم ایران درڅخه خپلی کړی خپله لهجه یی هم درباندی مسلطه کړه، د احمدشا بابا پر عکس یی رنګونه ووهل او د اقبال پاکستانی عکسونه یی ولګول اودهغه جشن یی ولمانځه نور څه وکی افغانان لا هم ویده دی. چی ویده یی همدا دی سزا ، اوس ډیره ناوخته ده طالب بیچاره ایله خلک ووژنی او ښځې وډاروی ایله وسلی قاچاق کړی او ایله ځنګلونه او معدن خرڅ کړی دپاکستان غلامی کوی چی اویا حورو سره څملی

  2. خبره خو دا ده چی غفور لیوال غوندی روشنفکران تازه د روشنفکرۍ بلوغ ته رسیدلی دی او د حلالی نکاح ( د مسائلو او پیښو د سم او ژور تحلیل ) پر ځای په احتلام اخته دی او زموږ د سیمی خصوصاً زموږ د وولس په وړاندی د انګریز او نورو غربی استعمارګرانو د روانو سلو کلونو د توطئو اِعمال ور ته فقط افسانې ښکاری ( په حقیقت کی د علت څخه منکر او فقط پر معلول ایمان لری ).
    امّا
    د محترم ارمان صاحب د پورته لیکنی په هکله:
    غربی استعمارګران په اقتصادی ډګر کی په مُفتو منابعو ( خام مواد او ارزانه کارګر پسی ګرځی
    او همدارنګه
    په تبلیغاتی او روحی ډګر کی ئې د جاهلو او مزدورو خلیجی مزدوروحُکامو د جیب په زور ډول ډول رسنۍ پکار اچولی دی.
    او همدارنګه
    د اصیل اسلام او عالی فرهنګ د ټَکَولو په موخه ئې د جاهل مسلمان نما ( داعش، طالب، القاعده او نورو تروریسټی ډلو ) وینه او افراطی افکار په اِجاره اخیستی دی.
    خُلاصه
    افغان وولس ئې له هری زاوئې او کُنج څخه تر شکنجو او فشارونو لاندی راوستئ دئ.
    د افغان انترنِشنل اصلی تمویل کوونکئ شخصاً د سلمان زوی دئ. ددې حرامانیانو هدف دا نه دئ چی په رسنیز ډګر کی افغان وولس ته خدمت وکړی بلکه هدف ئې د خپلو خبیثو بادارانو د اوامرو اطاعت او اجراء ده.
    دا د رنډۍ زامن فقط په خوله د اسلامیت او عربیت او انسانیت دعوه لری خو په حقیقت کی د همهغه فراعنه او ابوجهل او ابوسفیان بچان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب