جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ګوره ښایستې نجلۍ پښېمانه به سې

ګوره ښایستې نجلۍ پښېمانه به سې

فرشته جلالزۍ

زه  خپلې خاله ته ککو وایم.

زما ککو خیالیګره ده، پاکیزه ده، غونډه منډه ده، ښایسته ده.

که هسي پر ما ګرانه ده ، پرما پسته – مسته ، خوږه لګیږي.

زما ککو د ویني فشار لري.

سهار به ېې توره چپنه واغوسته ، تور ټیکری به یې پر سر کړ اوپزه به یې په ټیکري  کې پټه کړه.

هر سهار به تر لمانځه وروسته، پارک ته تله چې وګرزي.

پر ککو به مي  ټوکې کولې.

ککو ته به مي ویل چې ته ولي پزه پټوې؟

ککو ته به مي ویل چې ته هسي په حجاب کي  ښایسته ښکارېږې، ساده ټیکری اغونده چې خیال دي‌ کم سي.

حقیقت دا دی چې زما له ککو سره هر کالی ډول کوي.

زما ککو وطني ښځه ده.

خپلې ککو ته به مي ویل چې د کلي ښځي کله حجاب کوي چې ته یې کوې؟

خو ککو ولي پزه پټوله؟ ولي یې تور عربي حجاب اغوست؟

ککو یو وار سخته ناجوړه وه.

میړه یې په سعودي کي غریب کار دی.

هغه یو  وار سعودي‌ ته بوتله چې دوا ورباندې وکړي.

هلته د مکې مکرمې په لیدو مشرفه سوه.

له هغه راهیسې یې بده ورځ اخیستې وه ، په اصطلاح حجاب به یې کول.

ککو ویل چې د سعودي‌ پر مقدسې خاورې یې پل ایښېی او که په لڅ مخ دباندي وزي، د ګناه احساس کوي.

ککو ته به مي د سعودي‌ دشاهزادګیانو عسکونه ورلیږل.

یو وار مي د قطر په نړیوال هوايي ډګر کې د یوې سعودي شهزاده ګۍ کتاب (بنات ریاض) واخیست.

ککو ته به مي د سعودي شهزادګیو د عش و نوش کیسې کولې خو ککو به ویل: ما ته یې کیسې مه کوه، ما مه ګنهکاره وه.

 کیسه به یې لا نه اروېده.

زنګ چې به مي ور ووهل، د جهاني صاحب دا شعر به مې ورته ویل: ګوره ښایستې نجلۍ پښېمانه به سي

ککو ته به مي ویل، خپل ښکلی وطني ټیکری دي‌ ولي لري کړی؟

هسي به مي پازابوله، ککو ته به مي ویل، خپله رنګه سرتا یې د کارغانو په  توره څرمنه بدله کړې ده.

پرون سهار چې له خوبه راکښېنستم، د طالبانو خبر پر سوشیل میډیا خپور و چې ښځو ته یې پارکونه بند کړل.

ککو ته مي زنګ ور ووهل چې د پارکونو دبندېدو خبر ورکړم.

پرېشانه، د بخارۍ بغل ته ناسته وه.

مال ککوڅه کیسه ده؟

ویل یې، خداي دي خیر کړي.

ککو اسانه کارونه پر خدای نه سپارل.

زما ککو ډېره مبارزه ښځه ده.

د ککو پلار روشنفکر سړی و، بزاز و، سفرونه یې کول، میلمانه یې پالل، نغری یې درلود، خلک به ور ته راتلل، پسونه به حلالېدل، په ورځ کې به مَن مَن وړه ورکره پخېدل، مزدوران به یې ګرځېدل، دهقانان به یې ګرځېدل، خلکو به په نامه یادول.

ککو د کور وړه وه، د کلي ښکلې وه، د پيغلو میره وه ، کبرجنه وه، نازولې وه،‌ بنارسي کالي به ایې اغوستل، دشیدو سر به یې خوړ، پر لاره به میده میده ګرځېده، د چا کره به نه ورتله.

زما ککو به خلکو کبرجنه بلله.

خو د ثور انقلاب ډېر نازولي خوار کړل، هو؟

د ککو پلار مجاهدو ووژل، ورور یې مسافر سو، کور یې خلقیانو ور وسوځاوه.

د جهاد اور ګرم سو او ککو  بې پلاره سوه، خواره سوه. بیا خواره واده سوه، بیا خواره نږور سوه، بیا د ډېرو لورګانو خواره مور سوه.

خوزموږ ککو ماته نه سوه.

 کلی او کور ، ټول یې ایله کړل چې لورګاني‌ یې په کابل کې مکتب ووايي.

 ککو ته به مي خندل چې د هرې لور له مکتب سره مَن مَن غوښه اخلي.

له کله چي د نجونو مکتبونه بند سوي، ککو ته زیات زنګ نه وروهم.

فکر کوم چې پر زخمونو یې ولي مالګه دوړوم.

پرون مي زنګ ور ووهل چې د صحت خبر یې واخلم.

دواړه لاسونه یې سر ته نیولي و.

مال پازاب یې کړم، ويي ځوروم چې خوشحاله سي.

مال ککو، هغه وخت دي‌ تیر سو چې توره چپنه به دي واغوسته او چکر ته به ولاړې.

ککو ویل، پر سر یې سخت درد دی.

سر یې کلک په ټيکري کي تړلی و.

غبرګ لاسونه یې سر ته نیولي و.

ډېر مي ورته وویل چې له سره لاس لري کړي.

ما د خپلې ککو ژړا نه وه لیدلې.

له ځان سره مي‌ ویل: ای، څومره خوار سوي یوو!

ککو ته مي ویل چې موږ لا په خپله بدبختي خبر نه یوو.

ککو ویل، خبر یوو خو بې وسه یوو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب