شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهملا خیر خواه: افغانان دې د خپل حق غوښتنې لپاره غږ پورته...

ملا خیر خواه: افغانان دې د خپل حق غوښتنې لپاره غږ پورته کړي

تاند:(دوشنبه، د قوس اوومه) ‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير مولوي خیرالله خیرخواه د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان د شاوخوا لس میلیارده ډالره بانکي زېرمې کنګل کیدو ته په اشارې، له افغانانو وغوښتل چې د امریکا د دې پریکړې خلاف دې غږ پورته کړي.

نوموړي د افغانستان د سوداګرو او پانګه والو غونډې ته په وينا کې د افغانستان د یادې شتمنۍ کنګل کول په نړېواله کچه غير عادلانه پرېکړه وبلله او زياته يې کړه چې کنګل شوې شتمني د افغانستان د ملت او ولس شتمني ده.

هغه له ټولو افغانانو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل حق ترلاسه کولو لپاره اواز اوچت کړي.

طالب وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د دوی منتقدین خپله طالبان اوس مهال د افغانانو د ډېرو حقونو په نقض او برخليک سره په لوبو کولو تورنوي.

د طالبانو د منتقدانو په باور، که طالب چارواکو ته د افغانانو حقونه ريښتيا مهم وي د میلیونونو نجونو پر مخ دې له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځيو دروازې ژر تر ژره خلاصې او په دې اړه د ملت او نړيوالو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

د طالبانو سرسخت پلویان او مطبوعاتي مبلغین هم مني، چې په دې اړه د ملت خپګان ته قانع کوونکی ځواب نه لري.

څارونکي باور لري، چې د نړيوالو له لوري د طالبانو د حاکمې ادارې د نه په رسميت پېژندلو یو اصلي دليل هم د نجونو د زده کړو په شان په نورو مواردو کې سرزوري ده.

2 COMMENTS

  1. تاسو وحشی جاهلانو چی د افغانانو ټول حقوق غصب کړی او د افغانسنان ستره سرمایه مو چی زمونږ د نسلونو تعلیم او تحصیل دی کنګل کړی نو ایا دا حق افغانانو ته ورکوۍ چی خپل غږ پورته کړی او خپل حق وغواړی او که یوازی دډالرو لاس ته راوړلو لپاره د افغانانو غږ پورته کولو ته لیواله یاست.

    ستاسو او پاکستان دواړه د افغانستان کنګل شویو پیسو لاس ته راوړلو ته ډیر بی تابه یاست ترڅو تالبی ملایان پری د دری او ځلورو ښځو دودونو بندوبست وکړی او پاکستانی بادار سره هم لاس واړوی.

    دالله لعنت دی په تاسو وحشی جاهلانو وی چی د افغانستان نه مو یاغیستان جوړ کړی او افغان ولس مو د فقر ، بدبختۍ او محتاجۍ له لاسه د مرګ په پوله ودرولی دی.

  2. نو تاسو قدرمنو کم حق افغانانو ته ورکړی تاسو دی قدرت دَ لاسته راوړلو په خاطر افغانستان نه جهنم جوړکړی
    ملت مو دی لوږ او جهالت په اور وسوزولو ولی خدای پاک ته به سه جواب ورکوی .
    ګمان نکوم چه دا وړی دی شړی شی …!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب