یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهکندهار کې پر ط-اب ځواکونو د غلچکي بریدونو د زیاتېدو ادعاوې کیږي

کندهار کې پر ط-اب ځواکونو د غلچکي بریدونو د زیاتېدو ادعاوې کیږي

تاند:(دوشنبه، د قوس اوومه) د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو يوه مخالفه وسله واله ډله په وروستيو کې پرله پسې د طالب ځواکونو خلاف د غلچکي بریدونو ادعا کوي.

طالب چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو وياندويان ېې ورته ادعاوې په عمومي ډول ردوي او بې بنسټه بولي.

له دې سره د کندهار له وضعیت څخه باخبره افغان ژورنالیست او شنونکی ميرويس افغان تاییدوي،چې په ‏‏‏په کندهار کې د طالبانو د ترور لړۍ ګړندۍ شوې.

نوموړی د خپلو سرچينو په حواله ادعا کوي ،چې په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه د (۱۷) ترور شویو طالبانو مړي میرویس روغتون ته ور وړل شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د يوې وسله والې مخالفې ډلې ویاند نصرالله فاتح، چې په کندهار کې د ډېرو طالب ضدو بریدونو ادعاوې کوي د کندهار لپاره د طالبانو امنيتي چارواکو سره د مخابرې له لارې د دوی د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده وروستۍ خبرې هم د خپلو ادعا شویو بریدونو له امله بولي.

طالب وياندويانو د يادې ډلې ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ټینګار کوي چې د دوی خلاف د وسله والو هڅو مدعي ډلې فزیکي موجودیت نه لري او یوازې په تبلیغاتي فعالیتونو د دوی خلاف خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب