دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير:حکومت مو عملآ ټول ګډونه دی، رسنۍ په دې اړه ناسم...

مولوي کبير:حکومت مو عملآ ټول ګډونه دی، رسنۍ په دې اړه ناسم تبلیغات کوي

تاند:(یکشنبه، د قوس شپږمه) ‏‏د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره لیدلي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، مولوي کبير نوموړې ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل:« اسلامي امارت د بين المللي ټولنې په ځانګړې توګه اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه او له دوی سره په مثبت تعامل ټينګار کوي.»

‏د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال زياته کړه، چې د افغانستان خلک د طبيعي پېښو او نورو اقتصادي ستونزو له امله له مشکلاتو سره مخ دي، بين المللي ټولنه بايد خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه د ټولو مرستندويانو د امنيت تامين او اړمنو ته په شفاف ډول د مرستو وېش ډاډ ورکوي.

مولوي عبدالکبیر وويل: « د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامين دي، هغوی په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي او حکومت عملاً ټولګډونه دی؛ خو ځينې رسنۍ په دې اړه ناسم تبلیغات کوي.»

هغه له پخوانيو چارواکو سره د اړيکو کمېسيون هڅو ته په اشارې وویل، تر اوسه ۴۱۴ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي، عمومي بښنه قائمه ده او ټول په امن فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.

مولوي کبير د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن وروستيو څرګندونو ته په اشارې وویل، له هغو څرګندونو بايد ډډه وشي چې اړيکې خرابوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا د دوی د دفتر، کارکوونکو او اړمنو ته د مرستو رسولو په برخو کې د طالبانو رهبرۍ او منسوبينو د همکارۍ مننه وکړه زياته يې کړه، د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکوو او دغه بهير بايد سياسي نشي.

‏ رافائلا د خپلو خبرو په پای کې له بين المللي ټولنې څخه په را روان ژمي کې له افغانانو سره د بشري مرستو د زياتوالي غوښتنه وکړه وې ويل، موږ دلته پاتې کېږو او همکاري به مو دوام ولري.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام یادې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په کور دننه او نړيواله کچه د ټول شموله حکومت او اسلامي شريعت په اړه د دوی ادعاوې نه تاییدوي او پکې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

3 COMMENTS

  1. مولوي صاحب پاکستان خپله زړه ۵۱ کلنه نسخه ستاسې په څېره کې راباندې راوتپله. خپله يې د مفتي محمود حکومت ونه شو زغملی، خو تاسې يې بيا راوړلئ او واکمن يې کړئ.

  2. دا خو والله چې په دې غټه کونه او بې مغزه سر د نړیوالو او افغانانو په سترګو ننوځي. د ښځو حقوق خوندي دي او حکومت مو هم ټولشموله دی. لکه چې نړۍ دوی ته ړنده ښکاري. بې شرمه درواغجن.

  3. ټولشموله خو ندی بلکې جاهل ملا شموله سل فیصده دی. دا خدای کې په غوجل کې ځان سره حیوانات پریږدي او اوس د بې دینه او بې علمه ملایانو سیاسي مرستیال دی. طالبه تا هم منو خو کار اهل کار ته وسپاره نه اهل جاهل ته. ډاکټر ملا، انجنیرملا، جنرال ملا، سیاستمدار ملا داسې خو نه کیږي وروره. نړۍ یویشتمه پیړۍ کې ده او ته اوس هم شپږمه پیړۍ کې نښتی یې. والله هر افغان ستا د رهبر نه ښه مسلمان دی او حتی ستا پنجابی بادار خو ببخي د دین نه خلاص دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب