پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهليز تړون لاسليک شوی

د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهليز تړون لاسليک شوی

تاند:(یکشنبه، د قوس شپږمه) ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې له هندوستان سره ېې د هوايي دهلېز تړون لاسلیک کړی.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد وويل ،چې د دغه دهلیز له لارې به ډېر ژر د افغانستان مالونه هند ته صادر شي.

سرچينه زياتوي، هند ته د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات د واګې بندر له لارې دوام لري او په تېر کال کې له دغه بندره څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ صادرات شوي دي.

د هغه په ​​وينا، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او هند ترمنځ د کارګو الوتنې پيل شي او تازه او وچه مېوه، لاسي صنايع او نور سوداګريز توکي به د هوا له لارې هند ته صادر شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي څو ورځې وړاندې هرات ته د سفر پر مهال وويل، چې د دوی له واکمنيدو سره د سیمې هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب