Homeسپورتکندهار کې د سایکل ځغلولو سيالي وشوه

کندهار کې د سایکل ځغلولو سيالي وشوه

تاند:(یکشنبه، د قوس شپږمه) ‏د کندهار سپورټ او بدني روزنې ریاست له خوا تر کلونو وروسته د ښار او ولسوالیو د ۱۴ بایسکل ځغلونکو تر منځ د بایسکل ځغلوني سیالۍ ترسره شوه.

یاده سیالي د ۳۰ کیلو متره په اوږدوالي د تخته پُل ولسوالۍ څخه تر د ترنک پله پورې وه، چې د نقیب الله په نوم یوه تن پکې لومړی مقام وګاټه.

په وروستيو کې له کندهار څخه د نورو پرمختګونو ترڅنګ د ورزشي فعالیتونو د بیرته زیاتیدو خبرونه هم زيات شوي.

کندهار د جمهوري نظام پر ضد د طالبانو په شل کلنه جګړه کې تر ټولو سیمو ډېر ځپل شوی او اوس پکې د ځینو پرمختګونو او پروژو خبر ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...