چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپاکستان د هرات امنیتي کنفرانس ته د محسن داوړ د ورتلو مخه...

پاکستان د هرات امنیتي کنفرانس ته د محسن داوړ د ورتلو مخه نیولې ده

تاند:(یکشنبه، د قوس شپږمه) پاکستاني چارواکو تاجیکستان ته په خپل پارلمان کې د بهرنيو اړيکو د کمېټې محسن داوړ د سفر مخنیوی کړی.

ښاغلي داوړ ویلي، چې دی د اسلام اباد په هوايي ډګر کې له دغه سفر څخه ګرځول شوی.

داوړ زياتوي، چې تاجيکستان ته د هرات امنیتي کنفرانس په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره روان و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د سفر مخه ېې په داسې حال کې نیول شوې، چې څه موده مخکې د پاکستان کابينې پرې د بهرنيو سفرونو بندیز د دوو مياشتو لپاره لغوه کړی و.

محسن داوړ د نوموړي د سفر ممانعت ته په اشارې وویل، چې پوځ او استخباراتو یو ځل بیا د ملکي حکومت د پریکړو د ننګولو زور وښود.

 دغه پښتون ملتپال( داوړ) څه موده مخکې متحده عربي اماراتو ته هم په سفر تللی و او هلته ېې د افغانستان له بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي وو.

د هرات امنیتي کنفرانس د افغانستان د یوه څېړنیز مرکز له لوري مخکې د سیمې د هېوادونو د یو شمېر رسمي استازو او څېړونکو په ګډون په هرات ولايت کې تر سره کیده او د سیمې پر امنيتي مسایلو ېې بحثونه کول.

د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، د دغه کنفرانس جوړیدل ځنډېدلي وو، خو اوس تمه ده چې په څو ورځو کې په تاجیکستان کې تر سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی