جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهمحمود خان اڅکزی د ط-انو د ملاتړ له امله د ګوندي ملګرو...

محمود خان اڅکزی د ط-انو د ملاتړ له امله د ګوندي ملګرو مخالفت سره مخ شوی

تاند:(یکشنبه، د قوس شپږمه) د سویلي پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال او د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې په ملاتړ د وروستیو څرګندونو له امله په خپل ګوند کې دننه سختو مخالفتونو سره مخ شوی.

نوموړي د دغو مخالفتونو په غبرګون کې اعلان وکړ ،چې‌د پښتونخوا ایالت لپاره د يې ګوند مشر مختار خان يوسفزی او یو شمېر نور غړي له ګونده ويستي.

محمود خان اڅکزي د دې پریکړې دلیل په خپلسري ډول د يوسفزي له لوري د ګوند د مرکزي کمېټې د غونډې بلل ښودلي.

 مختار خان يوسفزي ویلي، چې دوی پر نظرياتي اساس د ګوند د مشر پر تګ لاره، او د افغانستان په اړه د ګوند د مشرد دريځ د بدلېدو پوښتنې راپورته کړې ځکه د نوموړي له لوري دغه اقدام وشو.

د طالبانو په ملاتړ د محمود خان اڅکزي وروستي دريځونه د یو شمېر نورو پښتنو له مخالفت سره هم مخ شوی او نوموړی د داسې دريځونو له امله د پاکستاني استخباراتو تر اغېزې لاندې ګڼل شوی.

محمود خان اڅکزي د دغو تورونو د ځواب لپاره په نیږدې وخت کې د خبري غونډې ژمنه کړې ده.

2 COMMENTS

  1. دا ټول ګلخانان چې ځانونه د پښتنو مشران او لیډران ګڼي د ISI تنخوا خوري او بې د هغوی د اجازې تشناب ته هم نه ځي. دا هغه منافقان دي چې دا نیمه پیړۍ یې د دواړو هیوادو نه مالي ګټې تر لاسه کړي او د افغانستان په بربادۍ او افغان وژنه کې پوره ونډه لري، دوی د پیسو لپاره د نړیوالو نه هم په غلا دریغ ندی کړی او هیڅ د اعتماد وړ خلک ندي. ددوی په وینه کې غلا، منافقت او دوکه ده ځکه ددوی پلارونو او نیکونو هم د انګریز، روس او امریکا نه ددې رزالت لپاره ډیر امکانات حاصل کړي او پښتون یې ذلیل کړی.

  2. له مولانا محمد خان شېراني سره مرکه
    https://www.youtube.com/watch?v=CoxlEw0A5iM

    Maulana Muhammad Khan Sherani part 5 مولانا محمد خان شیرانی
    مولانا دلته پينځه خبرې کړي چې يوه يې دا ده چې ((مشر به يې نه مينده کيږي))
    داسې بريښي چې دا هر څه له مخکې نه همداسې ډيزاين شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب