شنبه, اپریل 20, 2024
Home+په کاري مرکه کې لنډې پوښتنې او لنډ ځوابونه

په کاري مرکه کې لنډې پوښتنې او لنډ ځوابونه

(The short answers to short questions in the Interview)

لیکنه: کرامت الله وردګ

د بیلابیلو سایټونو او مقالو نچوړ!

کاري مرکه کوونکی (Interviewer) ستا د شخصیب په اړه هومره لیوالتیا نه لري لکه څومره چې ستا د کار او ظرفیت په اړه یې لري، نو که هر څومره هم په ټولنه کې د لوړ مؤقف او قدر خاوند یاست، له ځان ښودنې او ځان لوی بللو ډډه وکړئ.

په کاري مصاحبه یا انټرویو کې معمولاً لاندې پوښتنې تر سره کیږي:

لومړی: د خپل ځان په اړه مو راته ووایئ (Tell me about yourself)

ځواب: دغه پوښتنه ستا د کور، مدني حالت او ټولنیز مؤقف په اړه نه ده، بلکې ستا د شته ظرفیت، تجربې او زده کړو په اړه ده. نو له خپل نوم نه پیل وکړئ، که ډیره اړتیا نه وي خپله پته مو مه وايئ، بیا خپلې زده کړې ورته ووایئ او د خپلو تجربو او کاري مخینو په اړه چې پخوا مو تر لاسه کړې وي؛ ووايئ.

دوهم: موږ مو ولې استخدام کړو؟ (Why should we hire you?)

ځواب: د خپلو هغه مهارتونو په اړه چې د ټاکل شوې دندې په لایحه کې راغلي او تاسو یې هم لرئ؛ ووایئ. خپلې لاسته راوړنې، دندې ته لیوالتیا او په دنده کې شوم اهداف لږ تر لږه تشرح کړئ.

دریم: ولې غواړې له موږ سره کار وکړې؟ (Why do you want to work with us?)

ځواب: داسې یو څه ووايئ چې دغه اداره یې غواړي او بیا ورسره خپل اړوند مهارتونه ووایئ چې ددغه موخو په لاسته رواړلو کې رغنده رول لوبوي. که ممکنه وه دا هم ورته ووایئ چې دغه اداره یوه نوموتې well-known ده، ځکه پکې کار کول غواړم.

څلورم: ولې دې پخوانۍ دنده پریښوده او یا ولې غواړې چې یې پریږدې؟(Why do you want to change your current job?)

ځواب: د پخوانۍ دندې په اړه بد څه مه وایئ، ځکه دا به تاسې نا چلنده او نا پوه کس معرفي کړي. د پخوانۍ دندې له اداري پرسونل او مشرتابه نه مننه وکړئ او دا هم ووايئ چې هلته مې ډیر څه زده کړل، خو دا چې هر کس غواړي خپل مهارتونه لا لوړ کړي، ستاسو اداره مې غوره وبلله تر څو خپل مهارتونه او تجربې دلته نورې هم پیاوړې کړم تر څو ټولنې او ځان ته ستاسو له طریقه غوره خدمت وکړای شم.

پنځم: د خپلو قوت نقطو په اړه مو راته ووایئ؟ (What are your Strengthens?)

ځواب: خپلې د قوت نقطې مو ورته ووایئ لکه: پابند، نوښتګر، غوره تصمیم نیوونکی…

شپږم: د خپلو کمزورو نقطو په اړه مو راته ووایئ؟ (What are your Weaknesses?)

ځواب: په یاد ولرئ چې باید داسې کمزورې نقطو ته اشاره وکړئ چې په اصل کې ستاسې قوت روښانه کړي. لکه: د یو بې احساسه کارمند په لیدو ډیر احساساتې کیږم، له ناپیژنده سره ډیر محتاط یم، موسیقي مې ډیره نه خوښیږي…

اووم: څه لاسته راوړنې لرئ؟ (What are your Achievements?)

ځواب: د خپلو لاسته راړونو لکه تعلیم، تجربې، مډالونه، تقدیرنامې، لیکنو او نورو په اړه ورته ووایئ.

آتم: کومې موخې لرې؟ (Tell me about your goals)

ځواب: تر ټولو مهمه پوښتنه چې تر ډیره کولای شي تا ناکام او بریالی کړي. که وو، خپلې موخې مو په دوه ډوله وویشئ: لنډ مهاله او اوږدمهاله

لنډمهاله موخه مې د نوو تخنیکونو او مهارتونو لاسته راوړل، او اوږدمهاله موخه مې په یو لوړ پوزیشن کار کول او یا یو ښه متشبث Entrepreneur جوړیدل دي.

نهم: په څومره معاش کولو کار غواړې؟ (How much Salary do you want?)

د معاش له دقیقې اندازې ښودلو نه ډډه وکړئ، ورته ووایئ چې غواړم ستاسې د ادارې سټاف د حق الزحمې Compensation له اصولو سره سم د خپل پوزیشن مطابق معاش واخلم.

لسم: له موږ څخه کومه پوښتنه لرئ؟ (Now you can ask question about us)

ځواب: که مو غوښتل د اضافه کارۍ overtime په اړه، د ترانسپوت سیستم Transportation په اړه، بونس، دندې ته د بریالي کیدو په صورت کې د خبرواي او یا نورو اړوندو برخو په اړه ترې پوښتلای شئ.

وروسته خپله انټرویو له دوی څخه په مننې چې وخت یې درکړ، پای ته ورسوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب