پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد استاد یاسر زوی له پاکستاني زندان څخه د خپل پلار د...

د استاد یاسر زوی له پاکستاني زندان څخه د خپل پلار د خلاصون لپاره انلاين کمپاین پیل کړی

تاند:(یکشنبه، د قوس شپږمه) د طالبانو د یوه مشهور مشر استاد یاسر زوی عمار ياسر، چې د طالبانو د قطر دفتر غړی دی، په ټولنیزو رسنیو کې له دې ادعا سره چې پلار ېې د پاکستان په زندان کې بندي دی، د نوموړي د خوشې کیدو لپاره انلاين کمپاین پیل کړی.

عمار ياسر ویلي، چې د دوبۍ استخباراتو یې د پلار د ژوند او پاکستان کې د بندي توب معلومات ورکړي.

د هغه په وينا،‌ دغه معلومات يې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو سره شريک کړي او اوس د ټولنيزو رسنيو له لارې هم ترې غواړي، چې د پلار د موندنې او خلاصون لپاره یې اقدام وکړي.

استاد یاسر، چې په امريکا او کابل پوهنتون کې ېې د داود خان د واکمنۍ پر مهال زده کړې کړې وې د پخواني شوروي د یرغل پر مهال د جمعيت اسلامي تنظيم مخکښ غړی او د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د اسلامي اتحاد تنظیم مرستیال و.

هغه د صبغت الله مجددي په مشرۍ د جهادي تنظیمونو د حکومت د فواید عامې وزیر هم پاتې شوی و، خو د تنظيمي جګړو له پیلیدو سره ېې بې طرفي غوره او د تنظیمونو په منتقد بدل شوی و.

نوموړي د طالبانو د تېر رژيم ملاتړ کاوه او له سقوط وروسته ېې د فرهنګي کمیسیون مشري کوله.

ياسر يو ځل په ۲۰۰۵ کې پاکستاني ځواکونو له پېښور څخه ونیوه او امریکایانو ته وسپاره، خو په ۲۰۰۷ کې یوه ايټالوي بندي سره تبادله او په ۲۰۰۸ کې بیا پاکستاني ځواکونو له پېښوره ونیوه.

ویل کیږي، چې طالبان او د نوموړي کورنۍ له ۲۰۱۰ راهيسې له هغه سره اړيکې نه لري او ورته ويل شوي وو، چې یاسر د پاکستان په یوه زندان کې وژل شوی.

استاد یاسر، چې د طالبانو يو ډېر موثر تبلیغاتي مبلغ بلل کېده، د افغانستان په اړه ېې د پاکستان سیاستونه په توندو ټکیو نقدول او له سختو مخالفانو ېې بلل کېده.

د یاسر د ژوند په اړه تازه خبرونو ته د طالبانو چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو یوه منتقد جلال امرخیل د استاد یاسر زوی ته د پيل کړي کمپاین په اړه ېې پر ټویټر پاڼې لیکلي:«هغه امارت، چې د نړۍ شپږ پنځوس ملکونه یې مات کړي دي.پاکستان ته داسې دي، لکه بې ادبي دې معاف وي…استاد یاسر ورنه په ټویټري هشټګونو غواړي.»

طالبانو د خپلو منتقدانو نيوکو ته ځواب نه دی ویلی.

2 COMMENTS

  1. وایی له به دينه سره بد مذهبه ښه پوهیږي .
    د افغانستان او د افغانانو له دښمن سره همدا پنجابیان ښه پوهیږي . حال یې له دې بدتر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب