له یوې خورلڼې سره مې د بحث موضوع په هغه ماشومانو شوه، چې په واړه عمر کې خوله لګوي او یا هم وهل کوي. د معلوماتو لپاره مو د بېلابېلو کتابونو پاڼې سره واړولې. د همدې معلوماتو د راغونډولو پر وخت مې د ډاکتر(جان اووې روګ) د (روزنه) تر سرلیک لاندې د یوسلویولسو(۱۱۱) پوښتنو د ځوابونو کتاب ولید. زه به یې دلته د وړو ماشومانو د خولې د لګولو په اړه، د ده د نظریاتو پښتو ژباړه له تاسو سره شریکه کړم، کېدای شي ستاسو لپاره هم په زړه پورې اوسي: تفصیل