Homeخبرونهد ط-انو عدليې وزير خپلو ۱۵ خپلوانو ته د لوړ پوړو دندو...

د ط-انو عدليې وزير خپلو ۱۵ خپلوانو ته د لوړ پوړو دندو ورکول رد کړل

تاند:(یکشنبه، د قوس شپږمه) د طالبانو د حاکمې ادارې د عدليې وزير شېخ عبدالحکیم شرعي هغه ليست جعلي بللی، چې له مخې ېې نوموړي د خپلو، زامنو، وریرونو او نورو خپلوانو په ګډون د کورنۍ ۱۵ غړو ته په وزارت کې د رياستونو تر کچې مهمې دندې ورکړي.

نوموړي د وزارت له لوري په یوه خپره کړې اعلامیه کې يوازې د خپل يوه زوی نوم ذکر کړی او ویلي،‌ چې دغه زوی یې په وزارت کې کومه دنده نه لري.

ښاغلي شرعي د خپلو نورو خپلوانو د ګومارنې په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د عدليې وزير د دغه ادعا شوي کار په اړه له پرون راهيسې يو لیست خپله د طالبانو د یو شمېر مطبوعاتي مبلغينو له لوري خپریږي او سختې نیوکې پرې کیږي.

د طالبانو یوه مشهور مدافع او د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند په خپله ټویټر پاڼه همدې لیست ته په اشارې لیکلي:«وزارت، ولایت کې باید معتمد، د باور وړ کسان وګمارل شي. له زامنو، وروڼو او حتی اوښیانو پورته بل په چا باور کیدلی شي؟»

په امريکا کې مېشت د طالبانو يوه بل مخکیني مشهور مدافع او په وروستيو کې منتقد وحید فقيري بيا ليکلي:«په افغان سوشل میډیا کي د طالبانو د انډیوالیزم په ارتباط یو لست پورته او کښته کيږي.که ګرده ریشتیا وي، د عدلیې وزیر مولوی عبدالحکیم حقاني کاروايي ته باید سړی ګوته په غاښ ونیسي. بسته وزارت وهي په بډه!په یوه حکومت کي انډیوالیزم تر تولو غټ فساد وي.»

د طالبانو ځينو نورو منتقدینو بیا ویلي، چې طالبانو خو د قدرت جزیرو د ختمولو ادعاوې کولې، اوس دې ملت ته د کورنیو، شبکه يي او قشري اړیکو په اساس د ګومارنو ځواب ووايي.

د طالبانو وياندويانو د خلکو نیوکو ته په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. د دریم خلیفه ( عثمان بن عفان ) د وژل کېدو او د وروسته کرغېړنو پیښو د را منځته کېدو اصلی لامل او عامل د قبیله ای پیوندونو پر بنسټ د اشخاصو نامناسبه ګومارنه ګڼل کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...