یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهافغان فعال شفیق ستانکزي د ترکي پولیسو د چاپې په ترڅ کې...

افغان فعال شفیق ستانکزي د ترکي پولیسو د چاپې په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړ

تاند (یکشنبه/د قوس ۶مه) — یوه افغان ځوان او د ټولنیزو رسنیو فعال شفیق ستانکزي په افغانستان کې د وروستیو ناخوالو له امله اروپا ته په لاره د ترکي پولیسو د یوې چاپې په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړ.

ویل کیږي، چې نوموړی د پولیسو د ناوړه چلند په نتیجه کې مجبور شوی چې له پنځم منزل څخه ځان وغورځوي چې ځای په ځای یې د ژوند پور پرې کړی دی.

ارواښاد شفیق ستانکزی د ټولنیزو رسنیو ځوان فعال و چې په بېلابېلو موضوعاتو یې لیکنې او تبصرې کولې.

د افغانستان ځوان قشر او په ځانګړې توګه هغو کسانو چې د فیسبوک په شمول په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، د شفیق د مرګ د خبر په اورېدلو، د روانو حالاتو او د ځوانو کدرونو د فرار او نامعلوم راتلونکي په هکله خفګان څرګند کړی او دردېدلي دي.

د ښاغلي ستانکزي یوه ملګري شېرعل صاحبزوی له تاند سره په خبرو کې وویل، «شفیق ستانکزي په سوداګریزه اداره کې زده کړې کړې وې، شخصي کاروبار یې کاوه، او په وروستیو کې یې د افغانستان ملي بانک کې کار کاوه،»

صاحبزوی وویل، «شفیق جان د ترکیې په وان سیمه کې د پولیسو د چاپې له ډاره ځان له پنځم منزل څخه غورځولی او د ژوند پور یې پرې کړی دی.»

ویل کیږي، چې شفیق ستانکزی د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د مغل خېلو کلي کې زېږېدلی و.‌

د هغه یوه کلیوال رفیع الله ستانکزي چې د جمهوریت له سقوط څخه وروسته د متحده ایالاتو ویرجینیا ایالت ته کډه شوی، تاند ته وویل، شفیق جان د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه کې ژوند کاوه او په یاده سیمه کې یې د انګلېسي ژبې د زده کړې کورس درلود.

تر دې مخکې، تېره میاشت ترکي پولیسو په لسګونو افغانان نیولي و او سختې شکنجې یې ورکړې وې، او یوه پناه غوښتونکي تاند ته وویل چې د سهار له ۴ بجو څخه تر ۸ بجو پورې یې د پایپونو او لرګیو په وسیله ووهل او سخت یې وزورول.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د سولې د پروسې له ناکامېدلو او د طالبانو له خوا د زور له لارې له واک نیولو څخه وروسته، په لسګونو زره لوستي ځوانان مجبور شول چې هېواد پرېږدي چې یو شمېر یې غربي هېوادونو ته په لاره له داسې او دې ته ورته سختو حالاتو سره مخامخ شول.

3 COMMENTS

  1. my dear afghans please stay in our home land AFGHANISTAN,
    PAKISTAN/IRAN/TURKEY/TAJIKISTAN/EUROPE/RUSSIA ARE MORE WORSE FROM AFGHANISTAN
    SPECIAL ANY ISLAMIC COUNTRY ARE VERY BAD PLACE FOR US.
    PLEASE STAY IN AFGHANISTAN.

  2. بسم الله الرحمن الرحیم
    فبما رحمه من الله لنت لهم و لو کنت فظاََ غلیظ القلب لانفضوا من حولک۰۰۰۰۰
    ترڅو چې حکام ، خادم ،مشفق او د معلم بشریت صلی الله علیه و سلم خُلق ،پیدا نکړی،دا فرار حتمی دی،څوک به زموږ جاهل حکام وژنی،نور به ایران ،ترکیه،پاکستان او نور وژنی،محرومیت له وظیفی او نورو حقونو څخه هم،ملت تدریجی مرګ خواته سوقوی۰
    نو د انسانی او اسلامی اخلاقو تر څنګ څه چی ډیر اثر لری هغه امارتی اخلاق دی چې نښی یی ډیری
    نه تر سترګو کیږی او ډدی خلاء تر ډکیدو وروسته بیا لار ورځی پر زړونو حکومت ته،کوم چې پورتنی مبارک ایت ورته اشاره لری۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب