Homeخبرونهد کرزي دفتر د هغه پر سفرونو د بندیزونو پای ته رسیدل...

د کرزي دفتر د هغه پر سفرونو د بندیزونو پای ته رسیدل تایید کړل

تاند:(یکشنبه، د قوس شپږمه) ‏د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر پر نوموړي د طالبانو له لوري له هېواده د باندې د سفرونو د بندیز ختمیدو خبر تایید کړی.

حامد کرزي ته د نیږدې ټلویزیون کابل نیوز په یوه راپور کې د هغه د دفتر په حواله راغلي، چې کرزي ته په دې اړه ورپېښ قيودات پای ته رسیدلي، خو تر اوسه کوم بهرني هېواد ته د هغه د سفر اجنډا نه ده موجوده.

مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو، چې کرزی به د دغه بندیزونو له پای ته رسېدو سره لومړی جرمني ته په یوه سفر لاړ شي.

د طالبانو سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو مخکې پر نوموړي د بهرنيو سفرونو د بندیز ادعاوې رد کړې وې، خو د طالبانو له واکمنيدو وروسته کرزی له کابله بهر حتا نورو ولايتونو ته سفر نه دی کړی.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، دوی په کابل کې د یو شمېر نورو مطرحو سياسي څېرو د بهرنيو سفرونو په ممانعت هم تورن شوي، خو د مصالحې عالي شورا پخواني رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او د پخواني مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په دې ترڅ کې څو ځله بهرنيو هېوادونو ته په شخصي سفرونو لاړل او بیرته کابل ته ستانه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...