Homeخبرونهطالبانو د قطر د لوبغالو په جوړولو کې د خپلو مشرانو د...

طالبانو د قطر د لوبغالو په جوړولو کې د خپلو مشرانو د ونډې ادعا رد کړه

تاند(شنبه، د قوس ۵ مه) د طالبانو د حکومت د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې ګنې طالبانو له قطر سره د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو لپاره د لوبغالو په جوړولو کې پیسې ګټلي دي.

تیلګراف ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې طالبانو په قطر کې د لوبغالو د جوړولو لپاره د وسایلو د برابرولو له درکه میلیونونه ډالر ګټلي دي.

ټیلګراف ورځپاڼه اداعا کوي چې د طالبانو د دوحې د دفتر یوې سرچینې ورته ویلي چې د دوی مشرانو په تېرو لسو کلونو کې پر هغو پرېمانه پیسو، چې د سولې د خبرو لپاره د معاش په توګه یې ترلاسه کولې، درانه تعیمیراتي ماشین الات د فوټبال د لوبغالو د جوړولو لپاره اخیستي دي.

د طالبانو یو شمېر مشران له ۲۰۱۳ څخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې اوسېدل چې له امریکا او ملګروملتو سره د سولې خبرې وکړي.

سرچینې ادعا کړې چې طالبانو د فوټبال د نړیوال جام لپاره پر تعمیراتي چارو ډیره پانګونه کړې او دا ټورنمنټ د هغوی لپاره یو طلايي فرصت و.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د دې راپور په اړه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: د ډیلي ټېلېګراف ورځپاڼې ادعا له حقیقت څخه لرې ده چې وايي د ا.ا ځينو غړو په قطر کې د لوبغالي د جوړیدو له امله ډيرې پیسې ګټلي دي. دا ډول پروپاګند د غربي رسنیو هغه استخباراتي ماموریت او هڅه ده چې غواړي په یو ډول د اسلامي امارت په ضد اذهان خراب کړي…. »

ټیلګراف لیکلي چې ځینو طالبانو له شپږ تر لسو ثقیل ماشین الات لرل او د هر ماشین له درکه د میاشتې تر ۱۰ زره پونډو پورې پیسې ګټلې.

ورځپاڼه همداراز وايي چې قطري چارواکو د امریکا او ملګروملتو په تایید په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړیو ته هره میاشت زرګونه پونډه په دې خاطر ورکول چې له لوېدیځ سره د سولې په خبرو کې اسانتیا رامنځته شي.

د راپور له مخې، د طالبانو هغو غړیو ته چې قطر ته به یې سفر کاوه لوکس موټرونه، وړیا روغتیايي خدمات او درې وخته خواړه ورکول کېدل.

ټیلګراف د ترلاسه کړیو معلوماتو له مخې لیکي چې طالبانو ته به په لومړیو کې پیسې نغدې ورکول کېدې خو وروسته به په مستقیم ډول د  طالب مشرانو بانکي حسابونو ته لېږل کېدې او له همدې کبله د قطري او امریکايي چارواکو لپاره اسانه نه وه چې پوی شي طالبان پیسې په څه لګوي. خو قطري چارواکي ادعا کوي چې دوی د امریکایانو په همږغۍ طالبان څارل چې پیسې په څه مصرفوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...