چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: له اسلامي شریعت څخه د ط-انو او نورو افغانانو تفسير...

اروپايي ټولنه: له اسلامي شریعت څخه د ط-انو او نورو افغانانو تفسير فرق سره لري

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) ‏د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکلاسن په لوګر ولایت کې د طالبانو له خوا د خلکو پروړاندې د ۱۴ ښځو او نارینه‌وو درو وهلو ته په اشارې وايي، چې له اسلامي شریعت څخه د طالبانو او نورو افغانانو تفسير فرق سره لري

نیکلاسن د یوه ټویټ له خپرولو سره ویلي:« طالبانو د تېر کال له اګسټ راهیسې بشري حقونو ته د درناوي په اړه سخت شاتګ لرلی دی.»

 اروپایي ټولنې له ځینو نورو هېوادونو، چې په هغه کې د بدني سزا ورته ډولونه پلې کېږي هم غوښتي ترڅو د نړیوالو قوانینو په تړاو پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د يادې ټولنې په باور، بدني سزا ورکول یو ډول ظالمانه، غیرانساني یا له سپکاوي ډکه سزا ده، چې د شکنجې د منعې کنوانسیون او د نړیوالو مدني او سیاسي تړونونو له مخې منع اعلان شوې ده.

 افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې له پخوا څخه ېې په دې اړه بېلابېل نړیوال کنوانسيونونه لاسليک کړي دي.

اروپايي ټولنه ټينګار کوي ،چې د طالبانو حاکمه اداره د يادو تړونونو په عملي کیدو مکلفه ده.

 يادې ټولنې له طالبانو غوښتي،چې د اساسي قانون چوکاټ او نور قوانین چې پلي کوي یې، روښانه کړي او د نړیوالو ژمنو په درشل کې یوه مناسبه لاره غوره کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دا هم ويلي:« چې د اسلامي شریعت په تفسیر او پلي کولو کې د طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ توپیرونه شته دي او له هغو بحثونو، چې رامنځته شوي دي هرکلي کوي او هغوی ته درناوی کوي.»

 طالبانو څو ورځې وړاندې وویل، چې ۱۴ تنه یې د بېلابېلو جرمونو په تور په لوګر ولایت کې د خلکو پروړاندې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو دغه اقدام د نړيوالو ترڅنګ د يو شمېر افغان سیاستوالو او د طالبانو د منتقدانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

دوی ویلي، چې طالبان په داسې حال کې د اسلامي شريعت او حدودو د تطبيق ادعاوې کوي، چې د دوی اميرالمومنين نه افغانانو لیدلی او نه ېې بیعت ورسره کړی، چې دوی پرې خپل اطاعت او اصول عملي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب