یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله اخندزاده: قضا به خپلواکه او پر ټولو ارګانونو حاکمه...

ملا هبت الله اخندزاده: قضا به خپلواکه او پر ټولو ارګانونو حاکمه قوه وي

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) ‏د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې په دې ولايت کې د کندهار، زابل او غزني ولایتونو د نظامي محاکمو پر قضاتو، مفتیانو او محررینو درې ورځينی سيمينار نن د طالبانو د اميرالمؤمنين ملا هبت الله اخندزاده په وينا پای ته رسيدلی دی.

سرچينه زياتوي:« په دې سيمنار کې ګډونوالو ته اداري اُصولنامه، حقوقي اُصولنامه، د وثایقو لارښود، معین القضاة، اُصول الافتاء او مجلة الاحکام العدلیة کتابونه تدریس شول.»

ويل شوي، چې ملا هبت الله ددغه قضائي سمینار ګډونوالو ته ويلي:« قضاء له ټولو ارګانونو خپلواکه او پرټولو ارګانونو حاکم ارګان دئ، که د قضاء اړوند کوم کارونه معطل وي موږ تر نورو ټولو ارګانونو ورته لومړیتوب ورکوو او کارونه یې خلاصوو، که چیري په قضائي پرسونل کي ډېروالی غواړي موږ به يې ورته منظور کړو.»

د طالبانو اعلاميه د ملا هبت الله له قوله زياتوي:« زه به د قضاء خپلواکي او استقلالیت هغه ورځ ومنم چي یو والي یا قومندان له چاسره دعوه ولري، په محکمه کي د قاضي په مخ کي ناست وي او قاضي پر دغه والي یا قومندان فیصله وباسي او دی ملامت کړي.»

هبت الله اخندزاده د خپل امر منل او طاعت کول پر ټولو واجب ګنلی او پر ټولو لازمه یې دغه اطاعت لازمی بللی.

د طالبانو منتقدینو بیا د دوی د عدلي او قضايي ارګانونو د عدالت ادعاوې ننګولي او پوښتنه یې کړې، چې د خپل کورنيو چارو وزارت پر مخکيني ویاند قاري سعید خوستي او د پاسپورټ د پخواني رئیس مولوي حقاني پر ورور يې له پورې شويو تورونو سره څه کړي، ملت ته دې وضاحت ورکړي.

2 COMMENTS

  1. هسې د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي .
    اول خو ملا هبت په واقعیت کې نشته . د ا کوم پنجابی دی چې ځان له خلکو پټوي .
    دوهم دا بېسواده اخندان تر اوسه د خط په ویلو او لیکلو نه پوهیږي . دوی به قضاوت څنګه وکړي ؟
    دوی ته ټول عام افغانان دښمنان ښکاري او له هغوی سره غیر عادلانه رویه کوي .

  2. د لیونی او د قدرت حریص شهید محمد داؤد خان لیونتوب دده د کمونیستانو په کومک کودتا پوره ثابته کړیدی دکانال قوش تیپه دده د افغانستان تباهی تهداب ایښودلو سره که مقائیسه شی نو لیده کیږی چی دا په هیڅ کښی حساب دی که کمونیستان هر څومره ددی په وسیله خپله خائینه دوره د شهید محمد داؤد خان مخروڼه صفتونو غوغا سره شروع هم کړی بیا هم دا کمونیستان په نورو جامو کښی بیا هیڅکله نشی راژوندی کیدای دوی د ملت له خواد ملت په وژنو او دافغانستان خاوری خرڅون کښی کاملآ پیژندل شوی دی ، دی ملی خائینو کمونیستانو نورو اجنبیانو ته هم د افغانستان یرغل لپاره دروازی خلاصی کړیدی او د افغانستان ملت ۴۷ کالو کښی د ملی خائینو کمونیستانو له لاسه دوامداره وژل کیږی حتی ددی خائینو کمونیستانو له لاسه اوس پنجابی پاکستان د افغانستان کنترول په لاس کښی لری د ی غلامو قاتلو تربیه شوو کمونیستانو په مرسته حتی نوره تربیه شوی جاهل وحشیان قاتل تنظیمونو پر افغان ملت باندی د وحشت دوری تیری کړی دی او اوس ئی پلانیز غلام جاهل ترین قاتل طالبان د افغان ملت کاملی تباهی لپاره دوهم ځل لپاره په قدرت راوستی دی اودی طالبو قاتلینو ته د تنظیمونو قاتلونو او ساختګیو تربیه شوو دیموکراتانو د بی شرمانه ډرامی سره جاهل ترینو غلامو قاتلانو ته ارګ تسلیم کړ ددی ټولو بدبختیو مجرم همدا غلامان خرڅ شوی کمونیستان دی او همدوی ژبانی ، قومی او سمتی تفریقو تخمونه رامینځ ته کړل حتی ځینی کمونیستان اوس هم د افغان جرمن پورتال کښی دا ملی خائینی پرپړی خپوروی !!!!
    لیونۍ شهید محمد داؤد خان بیا هم غیرت درلود چی د خپلو ړسنونو کمونیستانو څخه تیښته ونکړه او ځان ئی په افغانی غیرت سره شهید کړ او قاتلو خونخوارو غلامو کمونیستانو حتی دده فامیل هم په قتل ورساوه ، قاتل غلام کمونیستان تهدابی د افغان ملت دوښمنان دی !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب