یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهلوګر ته د ملا برادر سفر؛د مس عينک کان د استخراج د...

لوګر ته د ملا برادر سفر؛د مس عينک کان د استخراج د ژر پیل غوښتنه ېې وکړه

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) ‏د طالبانو د حاکمې ادارې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه.

د نوموړي د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ملا برادر د يوه لوړپوړي پلاوي په ملتيا د مس عینک کان بېلابېلې برخې وکتلې.

 ملا برادر اخوند د مس عینک کان د هېواد له پاره مهمه اقتصادي سرچینه وبلله او له چین هېواد څخه یې وغوښتل، چې د یاد کان عملي چارې ژر تر ژره پیل کړي.

‏د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوي په یاده سیمه کې د پروژې د قراردادي شرکت ام سي سي له مسوولینو سره هم وکتل.

طالب پلاوي د دغه کان لرغونې سیمې وکتلې او په دغو سیمو کې یې د موجودو لرغونو اثارو د لېږد په اړه اړوند خپلو مسوولینو ته سپارښتنې وکړې.

طالبانو د ياد شوي او نورو افغان کانونو په ژر پيلولو په داسې مهال ټينګار کړی، چې افغانستان له سخت اقتصادي او بشري ناورين سره مخامخ دی.

طالب چارواکي له کانونو څخه د دغه وضعيت ښه کولو ته هيله من دي، خو منتقدان يې په دې اړه د دوی اقدامات د ادارې نه نړيوال رسميت او داخلي ستونزو ته يې په کتو سره عجولانه بولي او وايي، چې بهرنیان به يې له خوږې ګوتې نيسي او په ارزانه به افغان کانونه ترې يوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب