Homeخبرونهپاکستاني ورځپاڼه ادعا کوي چې د لشکراسلام ډلې مرستیال په کندهار کې...

پاکستاني ورځپاڼه ادعا کوي چې د لشکراسلام ډلې مرستیال په کندهار کې نیول شوی

تاند(سې شنبه، د قوس ۲۹ مه) د پاکستان پوځ ته نژدې ورځپاڼه ایکسپریس تریبیون ادعا کوي چې د لشکراسلام ډلې مرستیال طیب، چې په اجنبي مشهور دی، په سپین بولدک کې نیول شوی دی.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، افغان طالبانو د لشکراسلام ډلې مرستیال، چې د پاکستان له پوځ سره جنګېږي، د دوشنبې په ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې ونیوه.

د طالبانو حکومت په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

ورځپاڼې همداراز ادعا کړې چې په کندهار کې افغان طالب چارواکو د اجنبي د پېژندلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

ځلاخان اپرېدی د لشکر اسلام مشر دی. ځلاخان له منګل باغه وروسته د لشکر اسلام مشر شو.

دا ډله، چې په پخوانۍ خیبر ایجنسۍ کې، چې اوس د خیبر پښتونخوا برخه ده، فعالیت کوي او په پاکستان کې تروریستي ډله اعلان شوې ده.

له دې سره هممهاله له چمن څخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو پلاوی کندهار ته راغلی چې د افغان طالبانو د حکومت له مشرانو سره پر دیورند کرښه د شخړو د هواري په اړه خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو نن د یوه ځايي چارواکي په قول ویلي چې په دې پلاوي کې، چې قاري اسلام عالمیار یې مشري کوي، د چمن د سیمې ۱۶ تنه ملایان او سپین ږیري شامل دي.

د راپور له مخې، پلاوی به د طالبانو د حکومت د کندهار له والي حاجي محمد وفا او نورو طالب مشرانو سره د کرښې په دواړو خواوو کې د نښتو په اړه خبرې وکړي.

تېره اوونۍ د سپین بولدک – چمن ترمنځ په شیرواوبو سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ دوې نښتې وشوې چې په دواړو خواوو کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...