شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کندهار والي له پاکستانه راغلي پلاوي ته: موږ یوازې د خپلې...

د کندهار والي له پاکستانه راغلي پلاوي ته: موږ یوازې د خپلې خاورې دفاع کړې

تاند(سې شنبه، د قوس ۲۹ مه) په کندهار کې طالب چارواکو له چمن څخه راغلي پلاوي ته وویل چې په سپین بولدک کې افغان ځواکونو یوازې د خپلې خاورې دفاع کړې ده.

له چمن څخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو پلاوی پرون (دوشنبه) کندهار ته ورسید چې د افغان طالبانو د حکومت له مشرانو سره پر دیورند کرښه د نښتو د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.

د کندهار د والي له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون ماسپښین د کندهار والي حاجي محمد وفا پاکستاني پلاوي ته وویل«موږ تل د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتونکي یوو، زموږ ځواکونو د ځان د دفاع لپاره ډزې کړي دي.»

تېره اوونۍ د سپین بولدک – چمن ترمنځ په شیرواوبو سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دوه ځلې نښتې وشوې چې له کبله یې په دواړو خواوو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغان طالبانو او د سپین پولدک د ځینو اوسېدونکو په وینا دا جګړې هغه وخت ونښتې چې طالبانو د ډیورند کرښې دې غاړې ته پوسته جوړوله او پاکستاني پوځیانو پرې ډزې وکړې.

خو پاکستان د دې خلاف ادعا کړې چې لومړی افغان طالبانو بې موجبه په دوی ډزې کړي دي.

پاکستاني رسنیو نن د یوه ځايي چارواکي په قول ویلي چې کندهار ته په تللي پلاوي کې، چې قاري اسلام عالمیار یې مشري کوي، د چمن د سیمې ۱۶ تنه ملایان او سپین ږیري شامل دي.

1 COMMENT

  1. په حقیقت کې ستاسو له خپلی خاوری دفاع نده کړی هغه حرامونې راغلی وه له ملا هیبت خینزیر سره یې لواطت وکړ او بیرته ولاړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب