چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهازبکستان وايي، راتلونکی کال به د ترمذ- کابل- پېښور پر ریللار له...

ازبکستان وايي، راتلونکی کال به د ترمذ- کابل- پېښور پر ریللار له پانګوالو سره خبرې وکړي

تاند(سې شنبه، د قوس ۲۹ مه) ازبکستان وايي، د ترانس افغان یا د ترمذ – کابل- پېښور د رېللارې د جوړولو په اړه به راتلونکی کال له بهرنیو پانګوالو سره خبرې وکړي.

دا خبره د ازبکستان د ولسمشرۍ د دفتر ویندوی حکمت الله عبیدالله اوف وکړه خو دقیقاً یې ونه ویل چې د راتلونکي کال په کومه میاشت کې به له باندنیو پانګوالو سره خبرې وکړي. نوي میلادي کال ته لس ورځې پاتې دي.

ده یادونه وکړه چې که ترانس افغان پروژه عملي شي نو د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا (ازبکستان – پاکستان) ترمنځ د ترانسپورت لګښت به له ۳۰۰ تر ۴۰ سلنې پورې کم شي.

د عبیدالله اوف په وینا، د ترمذ- کابل- پېښور د ریللارې د جوړېدو په صورت کې به په لومړیو کې د کال ۳ میلیون ټنه او تر ۲۰۳۰ پورې د کال ۱۵ میلیون ټنه بار لېږدول کېدای شي.

ده همداراز وویل، اټکل کېږي چې ترانس افغان ریللار د جنوبي او منځنۍ اسیا او همداراز د چین او اروپا ترمنځ تر ټولو د لنډ ترانزیتي کوریدور امکان برابروي.

ده دا ریللار د ټولې سیمې په ځانګړي ډول افغانستان لپاره ډیره ګټوره وبلله؛ ویې ویل، دا پټلۍ به د افغانستان لسګونو کانونو ته د استخراج او صادرېدو اسانتیا رامنځته کړي، څه باندې ۵ میلیون تنو ته به روزګار برابر کړي او د ترانسپورت په برخه کې به ګڼ کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د دې پروژې لګښت څلور میلیارده او ۶۰۰ میلیون ډالره او د جوړېدو موده یې ۵ کاله اټکل شوې ده.

دا پروژه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان لسګونه ښارونه له یو بل سره نښلوي. او باور کېږي چې د سیمې تر ټولو په مهمې او اصلي لوژیستکي لارې به بدله شي.

په پام کې ده چې دا ریللار د افغانستان له بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو څخه تېره شي.

د دې پروژې د تطبیق په صورت کې ډېر امکان شته چې په لنډ وخت کې د ترکمنستان او ایران ریللارې هم ورسره وصل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب