دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد افراطي اقداماتو په دوام کې طالبانو د نجونو پر مخ د...

د افراطي اقداماتو په دوام کې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې

تاند (سې شنبه/ د قوس ۲۹مه) — د طالبانو حکومت پد خپلو افراطي اقداماتو په دوام کې د نامعلومې مودې په مخه د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونو او لوړو زده کړو د موسساتو دروازې وتړلې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې چې تاند ته را رسېدلې، او د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ ندا محمد لاسلیک کړې، راغلي چې ټول امارتي (دولتي) او خصوصي پوهنتونونه او موسسات دې د نجونو د تحصیلاتو د تعطیل حکم په عاجل ډول عملي کړي او وزارت ته دې اطمینان ورکړي.

طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې هم ویلي وو چې نجونې یې له زده کړو څخه تر امر ثاني پورې منع کړي دي، خو له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې چې د نړۍ وال ائتلاف له خوا یې واکمني نسکوره شوله، طالبانو نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړله. د اناثو تحصېل معطل دې تر امر ثانې پورې

د طالبانو یو شمېر مخالفان وایي، چې دغه ډله په افغانستان کې د مدني او عصري پروګرامونو د مخنیوي حکم له پاکستاني استخباراتي ادارو څخه ترلاسه کوي او بیا یې عملي کوي او نور په دې نظر دي چې پخپله د طالبانو په ډله کې یو شمېر ملایان منجمد فکر لري او غواړي چې افغانستان د هغوی په لنډ فکر سره نه یوازې د مېږي په مزله مخکې لاړ شي بلکې په ناخبرۍ کې هېواد شاته بیایي.

د تاریخي اسنادو له مخې، د نړۍ لومړنی پوهنتون په ۸۵۹ میلادي کال کې یعنې له اوس نه ۱۱۶۳ کاله پخوا مسلمانانو په مراکش کې جوړ کړ چې د اسلام طلایي دوره کې یې ګڼ شمېر کدرونه او پوهان وروزل.

له هغه وروسته، تر ننه پورې د نړۍ په لسګونو اسلامي هېوادونو کې هېڅ هېواد هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې حتی د یوې ورځې لپاره هم نه دي بندې کړي.

په افغانستان کې کابل پوهنتون لومړنی پوهنتون و چې په ۱۹۳۲ کې یعنې له اوس نه ۹۰ کاله مخکې د اعلیحضرت محمد نادرشاه د واکمنۍ پر وخت چې افغانستان له سقوي ورانکارۍ څخه وروسته د بیارغونې په لور حرکت پیل کړ، جوړ شو او تر اوسه یې په لسګونو زره نارینه او ښځینه کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي، خو دا لا معلومه نه ده چې دا او د افغانستان نور پوهنتونونه به تر کله د نجونو پر مخ تړلی پاتې شي.‌

6 COMMENTS

  1. دې دېې ملایانو ښځې ټولی پاکستان ای اس ای غولې دې اوس غواړې چی ټول افغان ولس ناموس پاکستان چې دې دویې دې ښځو میړه ده احتیاج کړې که خدای کول انشالله چی دا لاس پوسې خینزیران به ډیر په چټکی سره له بین څخه ولاړ شې

  2. شلغم ملا ندیمه، الله پاک فرمايي: یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ. ای با ایمانه مومینانو خپل په وعدو او تصامیمو عمل وکړي. تا خو تېره اونۍ په عام محضر کې اعلان وکړ چې د افغانستان پوهنتونونه به بین المللي کوي چې له نورې نړۍ نه خلک د زدکړو لپاره افغانستان ته راشي. ته خو په خپلې خبرې او وعدې هم و نه درېدې. لکه چې د انۍ مېړه دې ای اس ای بل فرمان درکړ. یا دا چې دې پوهنتونونه ته به یوازې له پاکستانه ستا د انۍ مېړونه راځي. مور، خور ، ښځه او لور دې چې ناروغان شول چا ته وړې؟ په نارینه یې معاینه کوې؟. بې غېرته دروغجنه.

  3. دغه فاسد لېونیان د الله ورک کړی دوی جاهل له غولو ډک دي ، انسانی احترام دغو جاهلو خرو ته لرم نعلت پر دوی !

  4. لعنت الله الاالکافرین ولمنافقین والکاذبین. زړه مې نه غواړي چې د انسان په جامه کې د شیطان په هکله څه ولیکم مګر بیا هم زړه نه صبریږي. الله مو نیست ونابود کړه چې تاسو جاهلو ته ښځو او نجونو څه نقصان رسولی چې همدوی پسې مو راخستې. ذلیلو انسانانو تاسو هم بدبختانه د ښځې پیدا یئ، تاسو هم خویندې او لوڼه لرئ د هغوی نه مو هم سترګې نه شرمیږي؟ خو حقیقت دادی چې چا راوستي یاست د هغوی غلامي د الله تعالی له کتابه او احادیثو اوچته ګڼئ. مونږ هم خر ته سرینده وهو.

  5. دا افراطی اقدام نه ،بلکی جاهلی استخباراتی اقدام دی د افغان مسلمان انسان د شرمولو او توهین
    لپاره د کرایی ملیشو په لاس د اسلام تر نامه لاندی،تر څو ذهنیت اماده شی او وښیی چي افغانان
    غیر متمدن ،بدوی او وحشی قوم دی۰
    تاسی ۵۷ اسلامی دولتو ته ځیر شی د اسلام په نامه دا ډول وحشت به هیڅکله او حتی ماضی کی یی هم نشی موندلای ، ځکه دا کارونه او اقدامات ډیر دنائت،جهالت او د غلامی ظرفیت غواړی ، دا
    د مومن افغان کار ندی ۰

  6. دا ملايان نه اسلامي احکام مني
    نه د اولس ژړا او زاری مني
    نه د اسلامي نړي غوښتني مني
    نه نړيوالي غوښتني مني.
    .
    .
    .
    څومره چي تالب ډير په قدرت کي پاتي کيږي په هم هغه کچه غښتلي کيږي ، علت د د ټولو ناخواليو د افغانانو ټنبلي او بي پروايي ده.
    که څوک په رښتياهم د افغان اولس په غم کي وي اوله د تاليبي اوباه نه افغان اولس ژغوري نو بايد د يو ملي پاڅون له پاره ټول افغان قومونه په ګډه اقدام وکړي او په وچ زور تالب له منځه يووړشي.
    بله ليار د ژغورني نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب