جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهنړیوالو او افغانانو له پوهنتونونو د نجونو محرومیت په کلکه وغانده

نړیوالو او افغانانو له پوهنتونونو د نجونو محرومیت په کلکه وغانده

تاند(سې شنبه، د قوس ۲۹ مه) د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا او ګڼ شمېر افغانانو د افراطي طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونونو بندېدا وغندله.

د طالبانو د ځانبولي حکومت د لوړو زده کړو وزیر د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې نجونې له لوړو زده کړو منع اعلان کړې چې د ملګروملتو امنیت شورا په نیویارک کې د افغانستان په اړه بحث کاوه. په دې غونډه کې د امریکا او بریتانیا استازو د طالبانو اقدام وغانده.

په امنیت شورا کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ وویل:«طالبان تر هغو د نړیوالې ټولنې د مشروع غړیتوب توقع نه شي کولی چې د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري او اساسي حقونه ونه مني.»

له ډېرې مودې راهیسې اوازې وې چې ملاندیم، چې ځان هبت الله ته ډیر وفادار ښيي، غواړي چې د نجونو پرمخ پوهنتونونه بند کړي.

داسې ښکاري چې سختدریځو طالبانو، چې په ملاهبت الله راټول دي، د نجونو د پوهنتونونو د بندیدو لپاره دا ورځ په لوس لاس غوره کړې وه څو افغانستان په نړۍ کې لا منزوي شي.

د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال د طالبانو د افراطي ډلې دا اقدام تراژیدي بللی:

«هیواد کې د ښځو پر زده کړو نوي پراخ شوي محدودیتونه یو تراژیدي ده او هیڅ دیني، کلتوري یا لوژستیکي منطق نلري. دا نه یوازې د ښځو له تعلیمي حقه حقونو څخه جدي سرغړونه ده، بلکې زموږ هیواد لا نور هم غیرنورمال او له نړۍ لیرې معرفي کوي.»

لیکوال او ژورنالیست همایون هیواد هغه طالبان ننګولي چې ظاهراً هوښیار او د افغانستان د پرمختګ لېوال دي:

«یعنې په دومره چارواکو او خیاطانو کې یو غیرتي او باضمیره پیدا نه شو چې غلطې پرېکړې يې وننګوي او ورته ووايي، که یې داسې چلوئ، زه نور درسره نه یم، خو له الف تر یا ټول چوپه خوله دي، ماموریت ورسره کوي او ځینې یې لا په ډېرې بې شرمۍ غلطې او ظالمې پرېکړې په مستقیم او غیر مستقیم ډول توجیه کوي هم.

تر تاریکو اخندانو ډېر افسوس د هغو چارواکو او خیاطانو په حال کوم چې ښه پوهېږي د وطن بېړۍ ډوبېږي، خو دوی د خپل موقف یا مصلحت په خاطر چوپه خوله ناست دي، ننداره کوي یا هم خلکو ته د دروغو امیدونه ورکوي.»

درې ډلې وګړي هېڅکله د حکومت کولو لپاره ښه نه دي

7 COMMENTS

  1. طالب دوس دومره عقل له کومه کړ چې د ملګرو ملتونو د شورا د غونډې په ورځ د پوهنتونونو د بندولو اعلان وکړي. دا خو یې د مور د مېړونو له خوا ( ای اس ای) له خوا اعلان شوی. تېره هفته پاکستاني ملایان ( د ای اس ای افسران) د سولې د مجلس په نامه قندهار ته تللي ول هلته به یې ګمنامه او بې نصبه ملا هیبت امیر الجاهلین ته هدایت ورکړې وي چې دا غول وخوري. او هغه هم په مړه ګېډه وخوړل. طالب منځلاری او سخت دريځه نلري. دا دوسان قطعا افغانان او پښتانه نه دي. ملا ندیم او د هغه شانته ملګري یې د هېرا مڼډیي پیداور دي او يقینا همداسې پرېکړي کوي. لعنت په هغه اسلام چې تاسو یې نماینګان ياست او افسوس ددې بیچاره ولس په حال.

  2. لعنت الله الاالکافرین ولمنافقین والکاذبین. زړه مې نه غواړي چې د انسان په جامه کې د شیطان په هکله څه ولیکم مګر بیا هم زړه نه صبریږي. الله مو نیست ونابود کړه چې تاسو جاهلو ته ښځو او نجونو څه نقصان رسولی چې همدوی پسې مو راخستې. ذلیلو انسانانو تاسو هم بدبختانه د ښځې پیدا یئ، تاسو هم خویندې او لوڼه لرئ د هغوی نه مو هم سترګې نه شرمیږي؟ خو حقیقت دادی چې چا راوستي یاست د هغوی غلامي د الله تعالی له کتابه او احادیثو اوچته ګڼئ. مونږ هم خر ته سرینده وهو.

  3. د غلامو تربیه شوو وحشی طالبانو پر جلکیو د مکتبونو او پوهنتونو بندول او د هلکانو لپاره راتلوونکی کښی د معارف ټول مکتبونه په تش په نامه په دینی مدرسو بدلول دا ملی ستر خیانت دی او دا وحشیان د بادارانو له خوا د افغان ملت تامی بی سوادی اولوږی ساتلو لپاره دوباره کابل ته راوستل شوی دی او نورو غلامانو د مشترکو بادارانو په امر کابل ورته تسلیم کړ او د پلیت شعار َ همه شمول حکومت یعنی دا ټول خائینین ( کمونیستان + تنظیمونه + دیموکراتان او طالبان ) متحد حکومت سره جوړ کړی او اجنبیان ددی له لاری په اسانی سره خپل راتلوونکی خائین پلانونه عملی کړۍ شی اوددی لپاره ملی خائینین کرزۍ او عبدالله کابل کښی پریښودل شوی دی او لږه موده وړاندی یوه برخه د نورو غلامانو څخه هم کابل ته داخل کړۍ شول ، بلی په افغانستان کښی د کالونو راپدی خوا ددوی پر ضد فعالیت روان دی اما افسوس چی په خارجی ممالکو کښی افغانان اکثره مرتجع او یادو ملی خائینو ګروپونو سره ارتباط درلود او لری اما بیا امید شته افغان غیرتی ملت ددی غلامو قاتلو وحشیانو څخه نجات ومومی اوددوی محوه کیدو سره به د اجنبیانو کثیف ارمانونه هم تر خاورو لاندی شی !!!!!!

  4. امریکائیانو او انګریزانو!
    سالم افغان او سالم نړیوال که د طالب دا کرغېړنه کړنه وغندی د ویښ وجدان انعکاس به ئې وی
    تاسی د شیطان زامن ئې ولی غندئ؟
    آیا همدا تاسی حرامی انګلوساکسونی مخلوق نه واستئ چی دا طالبی جرثومې مو د افغان پر څټ ور سپرې کړې؟

  5. ټالب د پنجاب یوه جاسوسي او موقتي پروژه ده ، په هغو ملایانو او هیئت کې چې له پنجابه کندهار ته راغلی په دوی کې یو نفر یې همدا جټ اله دی ، دوی غواړي افغانستان نور هم منزوي او د منځنیو پېړیو د یوه موزیم په شکل وساتي .
    زما په فکر دا ځل د ښوونځیو اوپوهنتونونو په تړلو سره خپل قبر نسبتا ژر باسي . ان شاءالله دا خل به د تل لپاره دوی هم د تاریخ کندې ته وغورځي .

  6. پدی او داډول نورو ټولو جنایتونو کی چی تالبان يی په افغانستان کی تر سره کوی تالبان ، امریکا او پاکستان یو شان شریک دی.
    د نړیوالو غندنه او په خاص ډول د امریکا غندنه یوازی ددوۍ د منافقت او دوه مخی توب غمازی کوی ځکه چی تالبان يی تر ارګ راورسول تر څو ددوۍ ګټی خوندی کړی او د ځوان نسل ارمانونه د خاورو لاندی کړی.
    بلی خوا که د افغانانو حال ته سړی وګوری نو هرو مرو به ووايی چی پریږده د مغلو داتور لښکر په افغانانو چی څومره سرچپه لوبی کولی شی وکړی ترڅو افغانان خپل ځان وپیژني.

  7. په اصل کی دا سپی ګوډاګیان دی امریکایانو غلامان دې او دا ټول مشوریې امریکا ور کویې تر څو وکولی شې اسلام بدنامه ګړی دا سپې پخپله امریکا راوستل امریکا اوس په ډیره ارزانه بیه اسلام نامبدوې که امریکا وغواړې دا سپې دې خپل پنجانی غلام په واسطه په یو ورځ کی له بین څخه وړې دا په اصل کی دې اسلام دشمنان دې یو بی عزته لوطی انسان په نوم دې خینزیر هیبت چی معلوم نه دې چی خر ده که انسان دې افغانستان له سر نوښت سره لوبې کوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب