پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+درې ډلې هېڅکله د حکومت کولو لپاره ښه نه دي

درې ډلې هېڅکله د حکومت کولو لپاره ښه نه دي

ارسطو
ژباړه: جلال شينواری
۱- شتمن؛ لکه څرنګه چې دوی له سختيو او د بې وزلۍ له دردونو سره اشنا نه دي، نو کله چې حکومت ته و رسېږي ډېر ځله د خپلې شتمنۍ د ډېرولو او خوندونو په لټه کې کېږي.
۲-فقيران؛ لکه څرنګه چې دوی په خپل ژوند کې ډېرې کمۍ لرلې دي، نو کله چې حکومت ته و رسېږي په يو نه، يو ډول د تېرو کمیو د جبران هڅه کوي! او په وحشتناکو ديکتاتورانو بدلېږي، چې غواړي په هره بيه خپل حکومت او قدرت وساتي.
۳-علما او د خدای خلک؛ دغه ډله خلک ځان د پوهې له اړخه تر نورو لوړ او د خدای استازي ګڼي، نیوکه نه مني او له هر ډول نوښت و سمون سره مخالفت کوي.
خو بدمرغي هغه مهال ده‌ چې علما د فقيرانو له ډلې هم وي، نو غواړي چې هم پخوانۍ کمۍ جبران کړي او هم نيوکه نه مني او له دوی څخه داسې ديکتاتوران جوړېږي چې ملک او ملت به ور سره تباه شي. په ټوليزه توګه د حکومت کولو لپاره غوره وګړي د ټولنې د منځنۍ کچې وګړي(متوسطه طبقه) دي.

2 COMMENTS

  1. که تیرو ۳۰ کلنو حکامو ژوند او حکومت ته یو ځغلنده نظر واچوو ،د شاهین صاحب خبره د ارسطو څیړنه اوس هم صدق کوی، موږ ولیدل د حکامو د مال او مقام لپاره ناروا او پلیدی هڅی ،حرص او لوږه چي هیڅ حد یا لیمټ یی نه درلود،او د حکومت کار چي د ملت خدمت وو،کاملاََ تری پاتی وو؛ د امنیتی وزارتونو قراردادونه او څوسوه میلیونی غلاوی،
    رشوت،غلا،اختطاف، بیا د حکامو د غلا،اختطاف او قتل ګروپونه،غصب ،د ملی عایداتو شخصی کول او نور هغه رذایل کوم چي افغان حکام یی په افسدالناس روی زمین کی راوستل او په ملی شرم
    بدل شول او ډدی فاسدی دوری نتایج اوس پر ملت تحمیلیږی خو هغه چي د حکومتی کرسۍ نه وسیله د خدمت نه بلکی وسیله د فساد جوړه کړی وه ، ڼن په اروپا یا امریکا کی په پرونی فساد دملت په وینو ژوند کوی ، خو ملت تدریجی مرګ ته سوق او په وینو لمبیږی ۰
    همداسی د مقام وږی هم کم نه وو چي وروسته په ملت داړونکو لیوانو بدل شول،هغه کسان هم جنرالان شول چي خوردضابطان هم نه وو ، او یواځي یوی حاکمی ولسوالی تر سلو زیات جنرالان درلودل؛یعنی حکومت نه بلکی فساد،ظلم او رذالت کی مسابقه۰ خو دډی دپاسه دتقدس او واجب الاحترام غیر مسئول تقاضا به مینیژوب چسپیده غربی لباس ته ورته وی چي دلته موډ نلری؛
    بالاخره د فساد نتیجه راووته او اوس د پنځو وږو معامله ګرو ملا ډوله زړو ملیشو په عذاب اخته یو چي د کچلاک او کوټی په جایدادونو ماړه نه بلکی حرص او لوږه یی ملی معاملو ته بغاری بغاری بغاری دنامردی بغاری وهی۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب