جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهډیرو خلکو د ټویټر له مشرۍ د ایلن مسک د استعفا غوښتنه...

ډیرو خلکو د ټویټر له مشرۍ د ایلن مسک د استعفا غوښتنه کړې

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۸ مه) د ټویتر کمپنۍ خاوند ایلن مسک په یوه ټویټ کې له خلکو وغوښتل چې ایا د دې ټولنیزې شبکې له مشرتابه څخه لېرې شي او که نه؟

وروسته له دې چې ایلن ماسک ټویټر له اوږدو جنجالونو وروسته په ۴۴ میلیارد ډالره واخیست، د دې خواله رسنۍ اکثره مدیران او متخصصان یې له کاره وایستل.

د ټویټر نوي خاوند یعني ایلن مسک ویلي، د هغو خلکو د نظر به عملي کړي چې په دې نظرپوښتنه کې ګډون کوي.

مسک دا اعلان تېر ماښام (یکشنبه) وکړ او د ټویټ تر خپرولو دوه ساعته وروسته د هغو کسانو، چې د ایلن مسک د استعفا غوښتنه یې کړې، شمېر ۱۵ سلنه ډیر و.

خو تر دې شېبې پورې د مسک د استعفا د پلویانو شمېر ۵۷ سلنه دی.

یوازې په سلو کې ۴۲ ویلي چې استعفا دې نه ورکوي.

ایلن مسک د تیسلا کمپنۍ خاوند هم دی.

په وروستیو کې د دې کمپنۍ د ونډو ارزښت نیمايي ته راولوید او له کبله یې ایلن مسک، چې د نړۍ تر ټولو شتمن انسان ګڼل کېده، د شتمنۍ له نظره لومړی مقام له لاسه ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب