یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد تونل په پېښه کې د وژل شویو شمېر تر ۳۰ واوښت

د تونل په پېښه کې د وژل شویو شمېر تر ۳۰ واوښت

تاند(دوشنبه، د قوس ۲۸ مه) په سالنګ تونل کې د وړمې شپې د پېښې د قربانیانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی ډاکتر شرافت زمان نن وویل چې له تونل څخه تر دې دمه ۳۷ مړي راایستل شوي او ۴۰ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د یکشنبې په شپه په تونل کې د یوه تانکر د اوراخیستو په نتیجه کې لږترلږه ۳۰ موټرونه هم سوځېدلي دي.

ویل کېږي چې په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ممکن تر دې هم واوړي.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی ډاکتر زمان هم د مرګ ژوبلو د شمېر د زیاتېدو احتمال رد نه کړ.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې د ځینو قربانیانو نومونه او تصویرونه خپاره شوي دي.

حاجي حنیف ناشر

د هغو په منځ کې یو هم د کندوز ولایت اوسېدونکی حاجي حنیف ناشر او د کورنۍ غړي یې دي.

د ترلاسه شویو راپورونو او تصویرونو له مخې لا هم تونل بند دی او لوګي ورڅخه وځي.

د سالنګ تونل د پلازمېنې کابل په شمول د هیواد د جنوب او شمالي ولایتونو ترمنځ تر ټولو مهمه نښلونکې لار ده.

دا تونل ۱۹۶۰ م کال د روسانو له لوري جوړ شوی دی.

1 COMMENT

  1. خدای پاک دی ټول وژل سوی مسافر وبخښی. په اور سوځلی مړه د شهادت مرتبه لری، خواشینوونکې پېښه ده.
    د تیلو او نورو سون موادو موټران باید په یو ټاکلی او محدود وخت کی د تردد اجازه ولری نه د دنورو مسافر وړونکو او شخصی موټرانو په څنګ کی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی