جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا کې د مرګ ګواښونه او قلنګ غوښتل زيات شوي

پښتونخوا کې د مرګ ګواښونه او قلنګ غوښتل زيات شوي

تاند:( دوشنبه، د قوس اته ويشتمه)‏ د پښتنونخوا له مختلفو سيمو څخه د نورو نا امنیو تر څنګ له سياسي او اقتصادي څېرو څخه د باج اخيستو او ورته د مرګ د ګواښونو راپورونه زيات شوي.

له پښتونخوا څخه د تاند سرچينو ويلي، چې د پښتونخوا د مرکز پېښور ښار په ګډون له مختلفو سيمو څخه یو شمېر سوداګر او سياسي څېرې يا اسلام اباد ته د کډې وړلو په حال کې دي او يا ېې فعاليتونه د پخوا په نسبت کمرنګه شوي دي.

د پېښور د سوداګرو ټولنې د پاکستان د پخواني صدراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته په دې اړه لیک هم لیکلی او د لیدنې غوښتنه ېې ورڅخه کړې ده.

د عمران خان ګوند د پښتونخوا په ايالت کې فيدرالي حکومت په لاس کې لري او ډېر ځله د ورته شکایتونو ادعاوې ردوي.

په تېرو څو اونيو کې د نيشنل عوامي ګوند دوو مشرانو ایمل ولي خان او سردار حسين بابک ته په ټلیفون د ناڅرګندو کسانو له لوري د مرګ د ګواښونو خبر ورکړل شو، خو د عمران خان د ګوند ايالتي حکومت دغه ادعاوې بې بنسټه وبللې.

ځينې څارونکي باور لري، چې ياد شوي ګواښونه له پښتونخوا څخه د پانګې د ويستو او د ملتپالو څېرو د خاموشه کولو لپاره د پاکستاني استخباراتو دسیسه ده.

پاکستاني چارواکو د پښتونخوا د اوسني وضعيت په اړه د ملتپالو ډلو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې په پرله پسې ډول په پښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو د وژل کیدو خبرونه ورکول کیږي.

د ډېرو دغو بریدونو مسوولیت د پاکستان تحریک طالبان ډله پر غاړه اخلي، خو ملتپالې ډلې دغه تحريک هم د پاکستان د پوځ او استخباراتو يوه مرموزه پروژه ګڼي، چې په پښتنو سيمو کې د افراطيت او نا امنۍ د خورولو لپاره کار کوي.

2 COMMENTS

  1. دا ټول د پاکستان د پوځ او استخباراتو پلانونه دي. قسم په خدای که نه طالب وي نه مالب. عمران خان هم د پوځ په مشوره او قدرت ته د رسېدو لپاره په هر څه پرده اچوي. پلان يوازې د دیورند کرښې دوو غاړو کې افغان وژنه او داعش ډلې ته د فعالیت زمینه برابرول دي.

  2. هغه پولیس چی وژل گیگی هم اکثریت پشتانه دی. ای اس ای کوشش کوی چی پشتون په پشتون قتل کری او بیا دواره په یو او بل نوم د نریوالو په همکاری وزپی. د هغی غاری پشتنو کی اوس د پشتونولی صفات محوه کرل شوی پشتو دود او پشتو ژبه یی هیره کری مکاتبو کی پشتو نشته حتی په پشتو خبری لا هم اوس بندیز دی. ای اس ای د پشتنو د محوه کولو لپاره دیره خطرناکه لوبه کوی او بله چاره هم نه لری یا به پشتانه قتلوی زپی او محوه کوی یا به تور پنجاب نور رام کیژی. افغانستان کی هم دوی کوشش کوی هغه طالبان چی اسلامی او وطنی افغانی مفکوره لری قتل یا منزوی کری یا یی بدنام او گمنام کری. ای اس ای کوشش کوی چی د حقانی شبکه په واک کی وساتی زکه هغوی که دیر جاسوسان او ناروا خلگ لری. کاش د هغه غاری پشتانه په دی واقعیتونو پوه شی. تاسو باور وکری پنجابیان اوس د پشتنو سره دومره ظلم نه کوی لکه د هغه غاری پشتانه چی یی خپل پشتانه ورونو سره کوی غت غت بریتونه یی پریشی وی د ناروغانو سپینژرو زنانه وو بی عزتی کوی خلاصه دیر بی پته خلگ یی په پشتنو کی روزلی دی. تاسو د پشتنو سندری درامی او فلمونه وگوری باور وکری که د هند کافر فلمونو کی داسی بی شرمی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب