شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهحقاني: ۱۰ میلیونه افغانان له هېواده بهر او په کور دننه کډوال...

حقاني: ۱۰ میلیونه افغانان له هېواده بهر او په کور دننه کډوال دي، چې د ستنیدو هڅې ېې کوو

تاند:( دوشنبه، د قوس اته ويشتمه)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا پرون د کډوالو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د دغه وزارت وزير خلیل الرحمن حقاني وویل، د دوی اداره ټولو تعهداتو ته ژمنه ده او هڅه کوي چې د کډوالو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وکړي.

 حقاني له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې کډوالو ته د ښوونې روزنې، سرپنا، روغتیا او پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له دغه وزارت سره مرسته وکړي.

‏د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وويل: «د طالبانو په واکمنېدو سره امنیتي ستونزې په کلي ډول حل شوي دي او زه په ټولو کډوالو غږ کوم چې خپل هېواد ته راستانه او په عزت سره ژوند وکړي.»

 حنفي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپل اخلاقي مسوولیت ادا کړي او هېواد ته د کډوالو د راستنولو او هغوي ته د تعلیمي، روغتیایي، استوګنې او کارموندې زمینې برابرولو برخه کې دوی سره مرسته او همکاري وکړي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، محمد ارسلا خروټي په دې ناسته کې وویل، اوسمهال شاوخوا ۷ میلیونه افغانان په بهرنیو هېوادونو او او شاوخوا ۳ میلیونه نور یې د هېواد په دننه کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

نوموړي زیاته کړه، د کډوالو چارو وزارت په ټول توان هڅه کوي چې هېواد ته په خپله خوښه د کډوالو راستنېدو لړۍ چټکه او د هغوی ټولو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو او په خاص ډول په پاکستان، ایران او ترکیه کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پرله پسې راپورونه خپریږي.

د طالبانو پر ادارې نیوکه ده، چې د دغو کډوالو د حقونو د دفاع او شرايطو په نظر کې نيولو پرته د کوربه هېوادونو د خوشالولو لپاره هېواد ته د کډوالو د ستنولو خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب