تاند:( دوشنبه، د قوس اته ويشتمه) په قطر کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو سرپرست او د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ په ملګرو ملتونو کې د طالبانو له حاکمې ادارې څخه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو شکایت ته توند غبرګون وښود.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل:«د پاکستان لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په تړاو شکایت د سپین بولدک ــ چمن د وروستیو پېښو او په ورته نورو موضوعاتو کې د دغه هېواد په ملامتۍ او په مجموع کې د افغانستان په وړاندي د پاکستان د منفي سیاست پر بشپړې ماتې دلالت کوي.»
د ډاکټر نعیم وردګ څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو ته د طالبانو له ادارې د سپین بولدک-چمن د نښتو او په افغانستان کې د پاکستان ضدو ډلو د فعالیت ادعاوې مطرح او له طالبانو شکایت وکړ.
بلاول بوټو په خپلو خبرو کې د پاکستان ضدو ډلو د ځپلو لپاره په افغانستان کې د دوی پر ادعا شویو پټنځايونو د بریدونو د احتمال خبرداری هم ورکړ.
د پاکستان مشهور ژورناليست حامد مير واشنګټن پوسټ ته په یوه مقاله کې ادعا کړې، چې پاکستان طالبانو ته د خپلو ستراتیژیکو جنګیالیو په سترګه کتل او واکمنيدو ته ېې خوشاله وو، خو دغه هېواد غلط شوی ځکه طالبان هندوستان سره هم ښه ملګري شوي او پاکستان ته په یوه نوي ګواښ بدل شوي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
وردک صیب لکه چی خبر نده چی د پآکستان په زندان کی افغانان بندیان دی چی استاد یاسر هم پکی شامل دی،
آسامه بن لادن، ملااخترم محمد منصور په پاکستان کی ووژل شول او ملا عبدالسلام ضعیف او ملابرادر غنی په پآکستان کی بندیان وو چا د راخوشی کولو ویلی نشو که ویلای شی همدا اوس په ټویټر کی د استاد یاسر د خلاصون خبری کیږی مګر همدا وردک صیب، ذبیح الله مجاهد صیب او متقی صیب ددی د خلاصون لپاره یو ټویټ نشی کولای یا رسانیز غونډه کی د خلاصون خبره نشی کولی
همدارنګه پآکستان په خوست او کنړ کی بمبار وکړ او له امریکا سره ایمن ظواهری وژلو کی مرسته وکړه ملاهیبت الله یی په وړاندی د جهاد حکم یا فرمان صادر نکړ ملا حسن خو بیخی ګونګه خوله نیولی ته به وایی چی څوک زندانی کوی که د پآکستان په وړاندی د افغانانو د حق غوښتلو خبره وکړی آیا موږ پآکستان ته ماته ورکړی که برلاسی
همدی طالبانو د پآکستان طالبان د خبرو او اوربند لپاره را ونغوښتل بیا بیرته په خوست کی ونه وژل شول؟
یاد ساتی چی همدا دوه طرفه جګړه هم د ډیورنډ د رسمیت لپاره ده چی دواړه طرفه ورته دستور عملیات مخی ته وړی
ملا وردګه، رښتیا دا تاسې طالبان اوس پوه شوي یاست چې پاکستان له تاسو سره منفي سیاست کوي. تر تاسو خره او احمقان والله که د ځمکې پر مخ پیدا شي. د پاکستان په امر مو افغانستان له خاورو سره خاورې کړ. اردو مو له مینځه يوړله، په زرهاو ملي پولیس او ملي اردو سرتېري مو د همدې پاکستان په خوښه ووژل، ښوونځې، روغتونونه، سرکونه او عامه تاسیسات مو وران کړل، د افغانې مور او سپین ږېري پلار عزت مو په سرحداتو کې پنجابي پوځ تر پښو لاندې کړ او اوس پوی شوې چې پاکستان منفی سیاست درسره کوي. تا حتما په خرتوب کې ډاکتري کړې. تف لعنت دې په دې مردارې ږېرې او دا پوچ غټ سر شه.
اوس یی چی درته خور او مور په سرحدونو وغوله اوس پوه شوې چی پاکستان منفی سیاست کوی؟ د پاکستان لپاره خود ټول وطن له تباهی او قحطی سره مخامخ کړ د خسی ځویه، په ریښتیا چی ګوساله یی.