یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د قوشتيپې کانال د ځمکو په نوم غولونکو کسانو ته پیسې...

مجاهد: د قوشتيپې کانال د ځمکو په نوم غولونکو کسانو ته پیسې مه ورکوئ

تاند:( دوشنبه، د قوس اته ويشتمه)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې د دوی ادارې تر دې دمه د قوش تېپې ملي کانال د شاوخوا ځمکو د وېش په تړاو کومه پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه خپرې شوې ګونګوسې حقيقت نلري.

مجاهد په یوه اعلامیه کې زياته کړې، چې د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو او ملي پروژو څخه ده، چې اوس مهال یې د لومړي فاز چارې په خورا چټکۍ روانې دي او په دې وروستیو کې یو شمېر فرصت طلبه کسان له خلکو په دې پلمه، چې ګواکې د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې وېشل کېږي پيسې اخلي.

مجاهد زياتوي هېواد وال دې متوجه اوسي، چې د داسې فرصت طلبه خلکو په خبرو ونه غولېږي.

طالب وياند له خلکو غوښتي، چې د داسې کسانو په ور پېژندلو کې يې ادارې سره مرسته او همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب