سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد ايراني رسنيو استازو متقي ته د تبلیغاتي همکارۍ ډاډ ورکړ

د ايراني رسنيو استازو متقي ته د تبلیغاتي همکارۍ ډاډ ورکړ

تاند:( دوشنبه، د قوس اته ويشتمه)‏ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر او دیاد هېواد د رسنیو له استازو سره لیدلي.

د نوموړي د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دایرانۍ رسنیو استازو په افغانستان کې وضعیت ښه بللی اوهوډ یې څرګند کړی چې دافغانستان اوسنی وضعیت به په حقیقي ډول انځور او په رسنیو کې مطرح کړي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د ایران ګڼې رسنۍ لا د طالبانو له بيا واکمنيدو مخکې هم د دوی په ګټه او د جمهوري نظام پر ضد تبلیغات کول.

طالبان بيا لویدیزې رسنۍ او خپل افغان منتقدین د ځان خلاف په تبلیغاتي او فکري جګړې تورنوي او د محصلينو په ګډون له مختلفو قشرونو بیا-بيا غواړي چې د دغې جګړې په مقابله کې مرسته ورسره وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب