جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په روحي ناروغۍ اخته درناوي ته اړتیا لري

په روحي ناروغۍ اخته درناوي ته اړتیا لري

په رواني ناروغۍ اخته کسان ستاسې کړنې او عکس العملونه درک کولى شي.
د دې په خاطر چې خپله توجه مو ورته ښودلې وي لاندې نکتې په نظر کې ونيسئ.

1- په ډېرې پاملرنې سره يې خبرو ته غوږ ونيسئ، وخت ورکړئ چې خپلې ستونزې بې له ټينګار نه خپله بيان کړي.

2- ناروغ ته وګورئ، که چېرې لازمه وي د امکان تر حده ورسره د سترګو رابطه ورسره وساتئ.

3- د ناروغ خبرو ته په (بلې پوهېږم) کلماتو سره ځواب ورکړئ، چې ناروغ پوه شي چې تاسو يې په ډېر دقت سره خبرو ته غوږ نيولى دى.

4- ناروغ ته مه وايئ چې عجله لرم يا ډير وخت نه لرم بايد د ناروغ د هيجاني تشويشونو په مقابل کې حساس و اوسئ.

5- کوښښ وکړئ چې ناروغ په خبرو په ښه ډول پوه شي او د هغه نظريات او تجربې مه ردوئ.

6- که مو د ناروغ ډېرې خاصې پوښتنې کړې وي، د هغه د پټو رازونو جزيات وساتئ د هغه خپلوانو يا نورو خلکو ته يې په اړه څه مه وايئ.

مینه احمد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب