چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeخبرونهط-انو پاکستان سره د وروستیو ناندريو د حل کمېټه جوړه کړې

ط-انو پاکستان سره د وروستیو ناندريو د حل کمېټه جوړه کړې

تاند:( دوشنبه، د قوس اته ويشتمه)‏ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت لپاره د افغانستان د حاکمې طالب ادارې شارژدافیر سردار احمد شکېب پاکستان سره د طالبانو د وروستیو ناندريو د حل لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو خبر ورکړی.

د هغه په وينا، په پام کې ده چې ټولې وروستۍ ستونزې د همدې کمېټې له لارې تعقیب او حل شي.

نوموړي د پاکستان په زندانونو کې د شاوخوا دوه نیم زره افغان کډوالو د موجودیت خبر هم ورکړ او ويې ويل د خوشې کولو لپاره ېې هڅې روانې دي.

پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو ورځو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په سپین بولدک -چمن کې د وسله والو نښتو خبرونه زیات شوي.

د یادونې وړ ده، چې دواړه لوري یو بل د دغو مرګونو نښتو اصلي عامل بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب