هېوادونه د پرمختګ له پلوه په مختلفو ډولونو وېشل شويدي چې ځينې يې پرمختللي، ځينې پرمختيايي او ځينې يې وروسته پاتې هېوادونه دي او دغه هېوادونه يو له بل سره په سيالۍ دي.
وروسته پاتي هېوادونه غواړي چې د پرمختيايي هېوادونو او پرمختيايي هېوادونه غواړي چې د پرمختللو هېوادونو په قطار کې ودریږي. نو پدې لاره کې هر هېواد کوښښ کوي چې د اقتصادي پرمختګ لپاره د خپلو شته سرچینو څخه اعظمي استفاده وکړي او خپل صنعت ته وده ورکړي. که څه هم تاریخي تجربو په ډاکه کړې، چې بشریت د خپلې ټولنیزې او اقتصادي ودې په ترڅ کې د وخت د تخنیکي شونتیاوو په پام کې نیولو سره له بیلابیلو اومو توکو څخه ګټه ترلاسه کړې او دغو اومه توکو د وخت له شرایطو سره سم ستراتیژیک ارزښت خپل کړی دی.
د بیلګې په توګه د صنعتي انقلاب له پیل بیا د نولسمې پیړۍ تر نیمایي پورې د انرژۍ په ډګر کې د ډبرو سکارو ستراتیژیک ارزښت درلود، خو د نولسمې پیړۍ له نیمایي وروسته، د صنعتي پراختیاوو سره دغه رول تیلو ترلاسه کړ چې له دغو طبیعي توکو څخه له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکي هم خلکو کار اخیسته. نو له دې څخه څرګندیږي چې د صنعت او د اقتصاد د پرمختیا لپاره انرژۍ او طبیعي توکو ته ډېره اړتیا ليدل کېږي.
انرژي د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم او بنسټیز فکتور ګڼل کېږي. د هر پراختيايي فعاليت لپاره انرژي بنسټ دى. د اقتصاد هر سکتور په يوه بڼه نه، يوه بڼه انرژي ته اړتيا لري. د يو هېواد د اقتصادي پرمختګ کچه د هغه هېواد د انرژي له توليد، لگښت او صادراتو څخه اندازه کېږي.
د صنعتي انقلاب څخه مخکې د انرژي اړتياوې له څارويو، انسانانو او يا هم له هوا څخه پوره کېدلې؛ خو د ساينسي پرمختګ له کبله د ډبرو سکاره، ګاز او داسې نور د انرژۍ د لاسته راوړلو لپاره مهم توکي وپېژندل شول.
د انرژۍ توليد هم طبيعي سرچينو، عصري ټکنالوژۍ او بشري ځواک ته اړتيا لري. هغه هېوادونه چې له سياسي ثبات څخه برخمن وي؛ کولای شي د کانونو د راویستلو لپاره عصري ټکنالوژۍ وکاروي او د ټکنالوژۍ د کارونې له پاره مسلکي خلک وروزي.
باید زیاته کړم چې د انرژۍ سکتور ته ځانګړې پاملرنه پکار ده، ځکه چې هيڅ يو کار نن سبا بې له بريښنا سرته نه رسيږي. افغانستان بهانده سيندونه لري چې نورو ګاونډي هېوادو ته بهيږي که چيرې دغه سيندونه مهار شي، لوی او واړه بندونه پرې جوړ شي، هم به کرنه پر مخ لاړه شي او هم به يې له بريښنا څخه په صنعت او نورو اقتصادي چارو کې کار واخیستل شي ځکه چې د بريښنا توليد د ننۍ پرمختیا او پراختیا غوره او بنسټیز عامل دى.
خو نن سبا بشر د يو پرمختللې او په زړه پورې انرژۍ او ځواک لرونکی دی حتی پرمختللي هېوادونه له له هستوي او لمریزې انرژۍ څخه ګټه اخلي چې دا ځواک بې له شکه کولای شي د بشر ژوندانه ته په بشپړه توګه بدلون ورکړي. دم ګړی که تاسې وګوری تر ټولو زيات توليدات د فابريکو په واسطه د بريښنا د انرژۍ په مرسته ترسره کېږي.
د بريښنا له انرژي څخه نه يواځې د يو خوځنده ځواک او د تنوير(روښنايي) لپاره ګټه اخستل کيږي، بلکې د ټولنې د ژوندانه په ښه کولو کې، له صنایعو څخه په کار اخیستنه کې، د اقتصادي ودې او ټولنیزې کچې په لوړولو کې ترې په اغیزناکه توګه کار اخیستل کېږي. تجربو ښکاره کړی چې په ښارونو کې بريښنا د لرو پرتو سیمو يعني کليو او بانډو لورینه دی، په هر ځای یا ولایت کې چي بريښنا کوټ یا بریښنايي اسانتیاوې رامنځ ته کېږي، څرګنده ده چې هغه سیمه د تخنيک او اقتصاد له پلوه ګړندي ګامونه پورته کوي او د توليداتو کچه یې لوړیږي، خلکو ته د کار موندنې زمينې پيداکېږي او همدا ډول د خلکو طبعي استعداد او پوهه د هېواد د اقتصادي ودې او پیاوړتیا لپاره تخنیک او کار کولو ته پام کېږي. نو ويلای شو چې بریښنا داسې ځواک دی چې ور څخه د ګټې اخیستنې په صورت کې د هېواد ملي عايد په چټکۍ ورځ تر بلې زیاتوالي مومي. پټه دې پاتې نه وي چې د بريښنا اهميت او ارزښت نن سبا څه په ملي کچه او څه په نړیواله کچه د بشر په پرمختګ او د یو هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر خوځنده رول لري. بريښنا د شلمې پېړۍ له لومړی نمايي څخه وروسته د ژوندانه او د صنعت په ټولو کړنو او د انرژۍ په توليد کې تر ټولو زیات رول لوبولی دی.
له بده مرغه که دولت له ازبکستان څخه د پیسو په بدل کې د هېواد پلازمېنې او ځینو نورو ښارونو ته د برېښنا د راوستلو پر ځای د هېواد یو یا دوه بریښنايي فابریکې رغولې وای. نو هېواد به مو د اقتصاد له پلوه دا ستره ضربه نه لیدله او هغه لګښتونه چې د برېښنا په مزو، پایو او تر دې ځایه په راوستو شوي، کېدای شوای چې د هېواد یوه خپله فابریکه پرې رغول شوې وای، چې د ازبکستان هېواد سره د کومې ستونزې له امله به مو برېښنا هم نه پرې کېده او په ډېر ویاړ سره به مو د برېښنا له نعمت څخه خوند اخیسته.
افغانستان که څه هم د ډیرو ارزښتونو او بدمرغيو تر څنګ، د طبيعي زیرمو له پلوه یو موړ هېواد دی. طبيعي زيرمې د يو هېواد د جوړيدو بنسټیز ركن ګڼل کېږي، طبيعي زيرمې نه یوازې دولت ته د عادي او پرمختيايي بودجې د برابرولو مهمه سرچینه ده، بلکې يو دولت د نړيوالو د پاملرنې وړ ګرځي، پانکه اچونه منځ ته راځي او هم تر ډیره بریده دولت پر خپلو پښو دریږي.
افغانستان نه یوازې دا چې څو لسیزو کورنیو جګړو ډیر ځپلی، بلکې ټول سیستمونه یې لکه: اقتصادي، اجتماعي، سیاسي، فرهنګي او داسې نورو بنسټونو یې ډېر زیان لیدلی دی. له بده مرغه افغانستان د خپلو اقتصادي زیرمو څخه تر اوسه پورې لکه څنګه چې لازمه ده، سالمه ګټه نه ده پورته کړی، له همدې امله اوس مهال افغانستان د نړۍ د وروسته پاتې هېوادونو په قطار کې ځاى لري.
لکه څرنګه چې ښکاره ده نن سبا ساينس او تکنالوژۍ ډيره وده کړې، هغه کارونه چې پخوا به په کلونو کلونو سرته رسيده، اوس په ورځو سرته رسيږي د نړۍ اقتصاد په چټګۍ سره پر مخ روان دى، ټول هېوادونه په سيالۍ، يو له بل څخه د پرمختګ ګامونه اخلي، د ساينس او تکنالوژۍ په برکت د خپلو اقتصادي سرچینو څخه کار اخلي او د پرمختګ پوړۍ شاته پریږدي. له دې ډلې څخه افغانستان هم یو غرنۍ هېواد دی، ډيرې طبیعي زېرمې او انرژیتکي توکي لري چې ځینې یې تر ځمکې لاندې او ځینې نور مواد یې په غرونو کې پیدا کېږي لکه، د ودانیو ډبرې، مالګه د ډبرو سکاره. خو سره له دې افغانستان یو ډول قیمتي کریمه ډبرې چې په ډېرې ستونزې سره پیدا کېږي لکه: لاجورد، زمرد، فیروزه، لال، سره زر او داسې نورو توکو له نعمت څخه یو برخمن هېواد دی. د ډبرو سکاره چې په شمال کې (په آش پشته، دره صوف او کرکر) کې یې کچه ۱۵۴زرو ټنو ته رسیږي. له ډبرو سکارو څخه د تسخین (سونګ) موادو په توګه په کارخانو او د کورونو په تودولو کې کار اخیستل کېږي.
د دولت بودجه د دې جوګه نه ده چې پر خپلو بنسټیزو پروژو کار پیل کړي، دا کار د خصوصي پانګونې په مرسته ښه ترسره کېدای شي، چې پانګوال راجلب شي د صنعتي کمپنیو د بیا رغاونې او د ګڼو طبیعي زېرمو پر راویستلو پیل وکړي تر څو ډېرو هېوادوالو ته د کار موندنې زمینې برابرې شي، اقتصاد پیاوړی شي او هېواد پر خپلو کورنیو عوایدو بسیا شي. له نیکه مرغه تر یوې اندازې پورې دا کار شوی هم دی، خو که چېرې پدې برخه کې پانګه واچول شي او په سمه توګه راوسپړل شي زمونږ اقتصاد به ډيره وده ومومي. طبيعي زیرمې که څه هم د اقتصادي پرمختګ لپاره اهم توکي ګنل کېږي؛ خو چې ترېنه په اغیزناکه توګه ګټه تر لاسه نه شي، يوازى شتون يې څه ګټه نه لري. له هغې څخه د ګټې اخېستنې لپاره عصري تکنالوژۍ، پانګې او بشري سرچينو ته اړتيا ده. څومره چې طبيعي وسايل و کارول شي؛ هومره ښه پايلې ورکولای شي.
که چېرته په هېواد کې وزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره شي، تولیدي کمپنۍ جوړې او بیا ورغول شي او د طبیعي زېرمو د راویستلو لپاره زمینې برابرې شي، نو پوره باور دی چې په هېواد کې به روان ټول اقتصادي ناورین له منځه ولاړ، نا امنۍ به لرې او هېواد به مو د پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پورته کړي، د بل له سواله به خلاص شي او په پای کې هېواد وال به مو هوسا او ارامه ژوند غوره کړي.
ع. عیان