چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهارجنټاین د ۲۰۲۲ د فوتبال د نړیوال جان اتلولي وګټله

ارجنټاین د ۲۰۲۲ د فوتبال د نړیوال جان اتلولي وګټله

تاند(یکشنبه، د قوس ۲۷ مه) د فوټبال د۲۹۲۲ نړیوال جام سیالیو پایلوبه ارجنټیان د پینالټي په شوډونو وګټله.

که څه هم د دې سیالۍ په لومړۍ تیمايي کې ارجنټاین دوه پر صفر وړاندې و خو په دوهمه نیمايي کې فرانسه واتوانیده چې سیالي مساوي کړي.

د لوبې له پیله د ارجنټاین تسلط او لاسبری څرګند و خو د فرانسې د امباپیو په شان د لوبغاړو په وسیله وکړای شول چې لوبه مساوي کړي او خبره د پنتالټي شودونو ته ورسوي.

لېونل میسي بیا په ټورنمنټ کې د اغېزناک او غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې سره یې دغه نړیوال جام د ۷ ګولونو په وهلو سره پای ته ورساوه.

د فوټبال نړیوال جام د سرو زرو بوټ بیا د فرانسې ۲۳ کلن ګیلیان ایمباپې وګاټه، هغه تر ټولو لوبغاړو مخکښ و او ۸ ګولونه یې وهلې و.

د یادولو ده چې په دې نړیوال جام کې د لومړي مقام ګټونکو لوبغاړو ته د سرو زرو، دویم مقام ګټونکو ته د سپینو زرو او درېیم مقام ګټونکو ته د برونزو مډالونه وویشل شول.

3 COMMENTS

  1. فوټبال یوه نړیواله لوبه ده او ډیر مینه وال لری.
    ورزش او فوټبال په حقیقت کی یو هنر دئ ( چی البته یوازی بصری جنبه لری ) ، د نورو هنرونو سره ئې توپیر دا دئ چی په ورزش کی د ” رقابت ” عنصر شتون لری.
    رقابت خپله یو جنجالی او خوږ او تریخ عنصر ګڼل کیږی کوم چی د ځینو کسانو په سترګو کی د خوښۍ او د ځینو کسانو په سترګو کی د خواشینۍ اوښکی تولیدوی.
    د فوټبال د ورزش سره د مینی ( د لوبه کوونکی او سیل کوونکی ) لوی رمز شاید دا وی چی:
    ګیند ګردی دئ
    د انسان د سر کوپړه هم ګردۍ ده
    د مځکی کُره هم ګردۍ ده
    د وینو کُرویات هم ګردی دی
    سترګی هم ګردۍ دی
    د علمی اختراعاتو مور ( څرخ ) هم ګردی دئ
    او
    بالآخره
    بیضې هم ګردۍ دی کوم چی د انسانی تناسل د دوام ضمانت ئې کړیدئ.
    بله خبره دا چی:
    د فوټبال د لوبی له لېدو څخه هغه کس یا کسان ډیر خوند اخلی کوم چی ” علاقه ” او ” وطنی تعصب ” ئې یو بل سره دښمن نه وی.
    همدارنګه
    د فوټبال د نندارې څخه هغه څوک ډیر خوند اخلی کوم چی د ” لوبی د کیفیت ” او ” نتیجې د کیفیت ” تر منځ انډول او توازن خوندی کړای سی ( البته ځینی وختونه د فوټبال د لوبی د نتائجو په کیفیت او څرنګوالی کی ځینی منفی او مثبت احساسات او افکار او پیوندونه هم دخیل وی).
    مثلاً
    زه د فرانسې – انګلیس په لوبه کی د فرانسې د ګټلو طرفدار وم
    خو
    د فرانسې – ارجنټاین په لوبه کی د ارجنټاین د ګټلو طرفدار وم.
    وروستۍ خبره
    د نړۍ اربابانو همیشه دا سُرنا ږغولې ده چی ګواکی ” ورزش ” او ” سیاست ” دوه بېل بېل واقعیتونه دی او باید سره مخلوط او ګډ نه سی خو د عمل په ډګر کی ددې سُرنا خلاف ږغونه اورېدل سوی او اورېدل کیږی.
    دا یوه وروستۍ لا پاته ده:
    د نړیوال جام د پیل دوې درې ورځی مخکی یوه ویډیو په یوټیوب کی خپره سوې وه چی په هغې کی قطر ته د تلونکو زرګونو انګریزی مسافرو په ډله کی یو مسافر وښودل سو کوم چی د ځان سره ئې د معمول خلاف یو ډیر لوی خالی بکس را کشاوه او پر بکس ئې داسی لیکلی وه:
    پسله څلورو پنځو لسیزو به د فوټبال د نړیوالی اتلولۍ جام پدې بکس کی راوړل سی.
    البته
    ما ور ته وخندل او ومی ویل:
    ” خوله ئې څنګه ده؟ “.

  2. سلامونه،
    اول خو د دې خبر عنوان کښې جان ټيک نه دی، بلکه دنړۍوال (جام !) دی
    دوهم، د غلام حضرت خان خپل نظر دی
    دریم، زما په نظر، مونږ باید د افغانستان علمونو او هنرونو+سپورټونو ته ځير شوو چې ولې دافغانستان فوټبال چې یو وخت په سیمه کې ېې ایران او اڼدیا ته ماتې ورکوله، او تنکي ځوانانو لوبډلې خو مو دا څه وخت مخکې تاجک استان او… ته ماتې ورکړه ؛ولې بېرته پاته دی؟ .یوازې په پاکستاني کریکټ نه پوره کیژي!. البته افغان کریکټ قهرمانانو ته سلام ؛او ښې لاسته راوړنې لري ؛ مګر ۴۰ میلیوني یو هیواد چې ډیره سلنه ېې ځوانان دي ،د علومو او هنرونو تر څنګه لوبو او سپورټونو ته لومړیتوب ورکړل شي؛ د انجنیر ساب مطمین چې د المپیک که کریکټ بوړډ ریيس دی او نور چارواکي توجه وکړي. که په اسلام وي المغرب یا مراکش،سنیګال،ایران، صعودي ع. ،کامیرون، … هم اسلامي او د دریمې نړئ ملکونه دي . ا.د.ن.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب