Homeخبرونهکندهار کې یوه خبریال ځان وژلی

کندهار کې یوه خبریال ځان وژلی

تاند:( یکشنبه، د قوس اووه ويشتمه)‏ د کندهار خبري سرچينو د‌ دغه ولايت د یوه خبریال نصیر میرزایي د ځان وژنې خبر ورکړی.

سرچینې وايي، چې نوموړي یوه میاشت مخکي واده کړی و.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه خبریال په خپله خونه کې د مېرمني مخته ځان په ډزو ویشتلی دی.

د کندهار يوه خبريال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته د نوموړي د اقتصادي ستونزو او وزګارتیا خبره وکړه او ويې ويل، چې له دې کبله ډېر ځوریده.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دوی له بيا واکمنيدو سره د هېواد له مختلفو سيمو څخه د ځان وژنې پېښو د زیاتېدو خبر ورکړل شوی.

1 COMMENT

  1. خدای دی دا بیچاره خبرنګار وبخښی. مسئولیت ئې د طالبی حاکمیت پر غاړه دئ.
    کاشکی دې بیچاره ځوان ماندینه نه درلودای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...