یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد سالنګ تونل په پېښه کې د وژل شویو شمېر۲۱ ته لوړ...

د سالنګ تونل په پېښه کې د وژل شویو شمېر۲۱ ته لوړ شو

تاند(یکشنبه، د ۲۷ مه) په سالنګ تونل کې تېره شپه د یوه ټانکر د سوځېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۲۱ ته لوړ شوی دی.

د ټولګټو وزارت پر اساس په دې پېښه کې تر ۳۲ ډیر نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، ممکن د مرګ ژوبلو شمېر تر دې هم واوړي.

په دې پېښه کې لږترلږه ۱۲ موټرونه یومخ سوځېدلي دي.

تر دې وړاندې په لومړیو راپورونو کې ویل شوي وو چې یو تن وژل شوی او ۳ ټپیان دي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویندوی حمیدالله مصباح نن وویل چې اور وژل شوی خو ممکن د مرګ ژوبلو شمېر تر دې هم واوړي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت رسمي خبري اژانس، باختر ویلي چې د سالنګ لار پرانیستل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب