دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهشېخ نديم: تحصیلي نصاب بدلوو، بهرنيان به افغانستان ته د زده کړو...

شېخ نديم: تحصیلي نصاب بدلوو، بهرنيان به افغانستان ته د زده کړو لپاره راځي

تاند:( یکشنبه، د قوس اووه ويشتمه)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې د لوړو زده کړو افراطي وزیر شېخ ندامحمد ندیم نن په کندهار کې د محصلينو فراغت غونډې ته وینا کړې ده.

نوموړي په دې وینا کې د لوړو زده کړو د تحصیلي نصاب د ژر بدلون خبر ورکړی او ویلي یې دي:« تعلیمي نصاب چې ډېر پخوانی دی، باید نوی شي، په نوي کال کې به په نوي نصاب کې ډېر تغیر راغلی وي.»

شیخ نديم دا هم وويل، چې د افغانستان تحصیلي نظام به دومره پیاوړی کړي، چې له نورو هېوادونو خلک د زده کړو لپاره ورته راشي.

ښاغلي ندیم وویل:«کوښښ کوو، داسې کادرونه وروزو، چې نورو هیوادونو ته احتیاج نه شو او د نورو هیوادونو محصلین او استادان دلته د زده کړو له پاره راشي، د لوړو زده کړو په برخه کې د ټولو ستونزو د لرې کولو ژمنه کوم.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د يوه تازه راپور له مخې دغې ډلې د ښوونځيو په تعليمي نصاب کې هم د پراخو بدلونونو پلان برابر کړی.

په افشا شوي پلان کې له تعليمي نصاب څخه د ملي ارزښتونو، ملي مشاهیرو، مترقي ژوند او فرهنګ اړوندو برخو د ليرې کولو هڅې تر سترګو کيږي.

په تحصیلي او تعليمي نصاب کې د طالبانو له لوري د بدلون هڅې له پراخو مخالفتونو سره مخ شوي دي.

8 COMMENTS

  1. یو اهم وضاحت؛ جناب وزیر چي د مدرسه حقانیه له شیخانو څخه او د خپلی مدرسی د اهدافو سره
    ډیر وفادار ښکاری او ځکه د وزارت تحفه ورکړ شوی؛مقصد یی یواځی دا دی ، لکه حقانیه مدرسه چي
    دوی هلته ورتلل ،ډدی نه وروسته به هغوی دلته راځی او دا خبره عمومیت نلری،ځکه دوی تر اوسه
    خپل غرونه،غرونه تعلیمی او تربیتی مشکلات او تناقضات لری لکه ثانوی دوره کی، بی له مدرسی نور علوم نافعه چي د انسان په ژوند کی مباح نه بلکی فرض دی،هغې سره هم نا اشنایی او عدم اعتراف
    طالبی فهم له ملت او امت سره د تجرید په معنی افاده کوی۰
    له بلی خوا د علوم نافعه چي د اسلامی علومو برخه او قرانکریم کی لویه برخه لری ، د امت او بشریت
    برخلاف هغې ته بی اعتنایی او حتی دښمنی ،بل شاهد دی د وزیر د ادعا پر وړاندی،هغه بیانات چي باقی حقانی او نورو شیخانو ورکړی هغه هم ډدی ادعا سره تناقض لری،ځکه دا شیوخ د مدرسی له ساحی او اهدافو پرته نور څه نه وینی او یا اجازه نلری چي وګوری ، هغه ابحار د علومو چي پای نلری،لیدلی نشی۰
    خلاصه ؛هغه متخصصین چي لوړو تعلیماتو او معتبرو پوهنتونو کی د کار تجربه لری دا ادعا مضحکه
    او د افغانانو له ادرسه، افغانانو ته توهین بولی په داسی حال کی چي ثانوی مرحلی مشکلات نا حل پراته او متخصصین مو شړلی وی۰

  2. تعلیم بندول پاو ،چارک، من اوخروار نه لری به داګه داسلام خلاف عمل ،جهل او تورتم دی!
    په سوره طه کې الله ج دجهالت دمخنیوی لپاره داسې فرمایی:
    قال رب اشرح لی صدری ویسر لی امری واحلل عقدة من لسانی یفقهو قولی وجعل لی وزیرا من اهلی
    اوس به راشو د ۷ مې شمېرې او ۱۲ مې شمیرې صورت حال اوجنجال ته نه یوازې دننه په هېواد کې بلکې په ڼړیواله کچه ډهل او سورنی نه اوری ایا تاسې کاڼه یاست ؟ داشمیرې ښیی چې موږ په اووم تولګی کې زده کوونکی نور نه لرو او دپوهنتون لپاره له دولسم فارغ «نو ته خو زده کوونکی او محصلین نه لری ته دې بهرنیانو لپاره په کومو امکاناتو په چا څه ډول نصاب جوړوی»؟
    موږپه پښتو کې یو متل لرو وایی الله ج چا نه دی لیدلی خو به قدرتو یې پېژنو . تا هسې دپوهنتون نوم اوریدلی خو ستا له دې لافې ښکاری چې ته او پوهنتون سره ډېر لیرې یاست . که تا دپوهنتون تعریف ، اهمیت ، ابزار، وسایل، نصاب،تشکیلات (اداری) او(مسلکی) او به تدریسی لحاظ ضرورتونه او اړتیا پېژندلی نو اوس به دې لومړی دهغه اکېډمیکو مسائلو او اهمیت باندې لند نظر اچولی وه اوله هغه وروسته دپوهنتون پر هغو بوږنونکو ناکامو برخو باندی رنا اچولې وه چې دروسانو له وخته په پیرو بدل او د کرزی متکور امپراتوریو کې دمبایل مارکېټ ناجایزو ساعت تیریو مرکز ګرځېدلی وه.
    کمیت اوکیفیت یې بله برخه ده داښیې چې موږ هرڅه له هوا احساساتی ګز کوو، هغه هم ګواښ، زور بالای زور. او داټکل له لارې چې سالمه احصایه نه لرو دپوهې کچه ډیره ټيټه او نمایشی شوه چې دولتی اوشخصی پيټې په کې راپیدا شول.
    یاره زه تا نه پېژنم چې ته څومره تعلیم ، کاری تجربه ،پوهه،شخصیت او ابتکار لری خو دومره سوچ کولی شم چې تا له خپل ظرفیت څخه څو برابره مسئولیت ته شا ورته کړې ده که نه خفه کیږی شرع حاضر ته ګوری ته په اسلامی لحاظ ددغه مقام اهلیت ته څه ډول جواز ورکوې؟.

  3. ولا چی ملا ندیم ډیره سمه او پر واقعیت ولاړه خبره کړېده؛
    همدا نن هم د سیاسی – اجتماعی نصاب په مدرسو او مکتبونو ( طالبی حاکمیت ) کی د نورو هیوادونو ( لندن او لاهور ) تکړه تکړه او ماهر ماهر استادان او شاګردان حضور لری.

  4. خر په خرما خوړلو څه پوهیږي ، پور او خاص جهالت د ملا یې له تحصیلات عالې سره څه ! تخنیکې او ټولنیز علوم مخته ځي اختراع او تحقیقات کیږي ڼو مذهبي عالم خو وچ سوټی دی ، هغه په طبعي علومو څه پوهیږي خوشې سوټی مسخره دی او خوشې غول خوري ! د ملا یې له کوانتوم، استرو فزیک ، استرولوګي ، کېبیرنیتيک، استرونومي او تخنیک سره څه ؟؟ قیامت دی ، جاهل ته د عالم خطاب کیږي تف لانت په داسې جاهل چې خوشې اپلتې ولي !

  5. زه د محترم وزیر خبره تاییدوم. افغانستان باید تکړه اکادمیک خلک وارد کړی او خپل اوسنی زاړه او نوی کدرونه باندی تربیه کړی.
    دڅینی تښتیدلو پریمنځلو مغزو لیکنی چی ګورم نه اکادمیک ستندرد لری او نه نړیواله مادرنه بڼه. بس زاړه ترجمه سوی ایرانی کتابونه یی رانقل کړی وی. دغربی او شرقی استعماری او استحماری افکارو لړتخاو یی جوړ کړی وی چی فکر کوم نه خپله باندی پوهیږی او نه نور باندی پوهولی سی. دا ټول ښیی چی افغانستان نوی علمی او دترقی کروکولیم ته ضرورت لری چی تنها په علم ولاړ او له استعماری او استحماری افکارو جلا وی.
    اوس چی دپردو لپاره چوپرکونکی مبلغین له افغانستان نه تښتیدلی دا دخدای رحمت دی چی افغانستان ددوی له شریرو افکارو پاک سوی دی. هغه افغانستان ته مخلص خلک چی پاتی دی هغوی به انشاء الله افغانستان زرغونوی او که دهغوی دعلمی درجی لپاره نوی کلاسونه او سیمنارونه جوړ سی هغوی به هم دترکیی، ایران او مالیزیا سره سیالی پیل کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب