دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي: د افغانستان له مرستې اخيستو پرته تر څو لسيزو...

ټي ټي پي: د افغانستان له مرستې اخيستو پرته تر څو لسيزو جهاد کولای شو

تاند:( یکشنبه، د قوس اووه ويشتمه)‏ د پاکستاني طالبانو د تحریک رهبر نور ولي محسود وايي، چې دوی له افغان طالبانو څخه د مرستې اخيستو پرته هم تر څو لسيزو په پاکستان کې له شته وسلو په لوړ مورال جهاد کولای شي.

نوموړي سي این این تلویزیون ته په یوه مرکه کې دا هم وويل، چې دوی په پاکستان کې دننه دي او له افغانستان څخه د پاکستان د دولت خلاف نه جنګیږي.

ښاغلی محسود زياتوي، چې د پاکستان د دولت خلاف د جنګېدو لپاره د افغان طالبانو مرستې ته اړتیا نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو يوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د پاکستان ضدو جهادي ډلو د فعاليتونو د سمبالیدو ادعا وکړه.

هغه خبرداری ورکړ، چې د اړتيا په صورت کې به د افغانستان په خاوره کې د يادو ډلو خلاف عمليات وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې د زرداري د خبرداري په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په افغان خاوره کې ېې د بهرنيو جهادي ډلو د موجودیت ادعاوې رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. د طالبانو د حاکمې ادارې غړي څه ویلی نشي. بخښنه غواړم، دوی ټول خصيان شوي دي. دوی خپله ټوله غصه او درد په افغانانو باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب