Homeخبرونهسالنګ کې د سون توکيو د یوه ټانکر اور اخيستو لسګونه تنه...

سالنګ کې د سون توکيو د یوه ټانکر اور اخيستو لسګونه تنه ټپيان کړي

تاند:( یکشنبه، د قوس اووه ويشتمه)‏ د پروان ولايت اړوند ډ افغانستان په جنوبي سالنګ کې ‏تېر ماښام د سون توکيو یوه ټانکر اور اخيستی.

د طالبانو د ادارې د فواید عامې وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي، چې دا پېښه د تخنيکي ستونزې له امله رامنځته شوې، چې تر اوسه یو تن پکې وژل شوی او ۳۴ نور ټپيان دي.

مصباح زیاتوي:«ردا چې تونل دی، گړز، غبار او دود زيات دی؛ خو بيا هم له جنوبي اړخه د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست پرسونل د پېښې ځای تهرسېدگي کړې او په عين حال کې له پروان او بغلان ولايتونو څخه د مرستې ټيمونو حرکت کړی، او لازم اقدامات او چمتوالی نیول شوی دی.»

سرچینې وايي، چې د يادې پېښې له امله د سالنګ لاره هم تړل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...