چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد کونړ زلزله ځپلو ته د ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې

د کونړ زلزله ځپلو ته د ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې

تاند:( یکشنبه، د قوس اووه ويشتمه)‏ د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنيو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې.

ځايي طالب چارواکي وايي، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې تر څارنې لاندې د ډنمارک د کډوالو نړیوالې شورا په مالي ملاتړ د ۸۰ کورنیو لپاره، هرې کورنۍ ته په څلور بسوې ځمکه کې د درېیو خونو لرونکو کورونو جوړېدو چارې پیل شوې.

ټاکل شوې ده، چې ياده موسسه د هر کور په جوړولو ۲۰۵زره افغانۍ مصرف کړي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې استازي وويل چې د دغه جوړېدونکي ښارګوټي لپاره د پاکو اوبو، ښوونځي او نورو استانتیاوو برابرلو لپاره د نورو مرستندیه موسسو سره په اړیکه کې دي او هغوی ورته د همکاريو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي همدارنګه وویل چې یاده موسسه په پام کې لري، چې د دغو کورنیو سره د ژمنیو توکو رانیولو لپاره هرې کورنۍ ته ۱۷۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب