پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهاعلان | نعمان دوست

اعلان | نعمان دوست

دیواله ته مخامخ ودرید. تازه سریښ شوي کاغذ ته یې کتل. کله به یې عینکې لرې کړې او کله به یې بیرته په سترګو کړې. یو ناڅاپه به په خیالونو کې ورک شو. لکه بیخي چې دلته ولاړ نه وي. ځان سره به یې خبرې شروع کړې: نن ماښام یې خامخا در وړم. نن شپه به رانه وږي ویده نشئ. لمسیانو! خیر دی؛ لږ نور هم صبر وکړئ.

ژر یې عینکې لرې کړې، د خړې کُرتۍ له جیبه یې کلوله سور دسمال راوویست او پر سترګو یې راتیر کړ.

بیا یې دیواله ته وکتل؛ پر تشو یې ورو – ورو، لاس واهه. لکړه یې کاغذ ته ونیوله او مخ یې راواړو:

زویه!

پر دې کاغذ لیکل شوي نمبر ته خو لږ زنګ وواهه او ورته ووایه؛ چې د سپین ږیري ګُرده اخلي.

د سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۸، کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب