یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeټولنیزهغه لارې چارې چې کاري دفتر ته مو وختي رسوي

هغه لارې چارې چې کاري دفتر ته مو وختي رسوي

لیکنه: م امین

معمولًا په دولتي اوغیر دولتي ادارو کې د حاضري پابندي تر ټولو مهم اصل دی،چې له مخې یې د ادارو آمرین کولی شي خپل کارمندان د وخت او اړتیا مطابق وکاروي .ډېر کله موږ حتی الوسه هڅه کوو چې په خپل وخت کاري دفتر ته ځانونه ورسوو خو چې د دفتر وره ته رسیږو ،لس یا شل دقیقې مو ناوخت کړی وي.دغه چاره ولې کیږي،هغه لارې کومې دي چې په آن ټایم د دفتر په دروازه پل کیږدو؟

موږ ځینې مهمې لارې چارې سنجولي چې له مخې کولای شو د دغې ستونزې کچه یوه څه راښکته کړو:

۱- سهار وختي پاڅېدل:

تر خوب کولو وروسته سهار وختي پاڅېدل د ورځني کارونو د ښه پېل او پای نیمایي بریا ده.پوهان وایي،هغه خلک چې سهار وختي خپل کارونه کوي د ورځې په ډېره برخه کې یې هم نشي کولی.د نړۍ لس سلنه خلک له دې وخته ګټه اخلي او همدوی بریالي دي.اقلا تر ملا اذان وروسته پاڅېدل، انسان په دنیاوي او اخروي امورو برلاسی کوي.نبي علیه السلام فرمایي: څوک چې د سهار لمونځ په جماعت سره کوي، هغه د الله تعالی په ذمه کې دی.

۲- له کوره د وتلو مناسبې لاره انتخابول:

تر چای څښلو او اړین توکو راخېستلو وروسته کور ته راغلې لارې وسنجوئ،البته که څو لارې ولرئ،د لارې انتخاب ځکه مهم دی چې ډېر کله ځینې کورونو ته تللې لارې د هجوم او سهولت په مقایسه سره برابرې نه وي. دې تفاوت ته پاملرنه تاسې ته څو دقیقې وخت سپمولای شي.دا شاید کله یوه طویله لارتر یوې نږدې لارې ارزښتمنه پریوځي،

یا دوه برابرې لارې د ځینې پیښیدونکي عواملو له کبله ګرانه پریوځي،

زما کور ته له دفتره درې لارې تلي،دوه یې د وخت نېولو په حساب دومره فرق نلري،

زه یوه ورځ د تجربې په اساس په دوهمې لارې ورغلم،هلته تر نیمایي مزل وروسته نږدې د یو کیلومتر په اندازه نقلیه وسایل د تلاشي په انتظار ولاړ ول، په دې ورځ بیا دفتر ته ۴۰دقیقې وروسته ورسېدم.

۳- د نقلیه وسایلو انتخاب:

د نقلیه وسېلې له استعمال مقصد همدا دی چې هر ځای ته مو وختي ورسوي،خو کله یې د ناسم انتخاب له وجې د وخت ضایعات زیات وي.عموماً واړه موټرې لکه کرولا،سراچې،رکشې…تر نورو نقلیه وسایطو تېز مزل کوي، ملي بسونه، کاسټرې…تر یادو کوچنیو موټرو په کم سرعت سره حرکت کوي.دا کېدای شي چې د موټروان تابع هم وي، که چالاک او ځېرک موټروان مو انتخاب کړی وي شاید د څو دقېقو سپما راته وکړي. یو سهار یوې هندې رکشې ته وختم،موټروان به یې تر اړتیا څو متروه لرې بریک نېوه،چون ما ساعت هم قید کړی و،تر کوزېدو مخکې مې ترې وپوښتل،استاده !ولې دې بریک ته توجه زیاته وه؟ویې ویل یوه هفته نه کیږي چې رکشا مې اخیستې.

دفترته په رسېدو مې ساعت ته وکتل،۵ دقېقې او ۴۵ ثانیې وخت یې راضایع کړی وو.

۴-په قاچاقي پلو لارو تلل:کله مو دفتر ته پر لاره پلې مزل هم وي،کاري دفتر له عمومي سرک لرې او یا اطرافو کې وي،داسې ځایونو کې بیا نو د وخت د سپما مکمل کنترول لرو چې تېز حرکت وکړو،شاید هغه لارې په نظر کې ونیسو چې تګ راتګ پرې کم وي،کوچنۍ وي،د ځان ایستلو خلاګانې ولري او تر نورو نږدې وي.هغه تنګې لارې چې موټر پرې نشي تللی او د خلکو هجوم پرې کم وي،انتخاب یې لازمي دی.

۵- ښایي په پیدل تګ کې له شناخته وو سره مخامخ کېدل مو هم وخت مصرف کړي، طبعاً چرته چې کار کوو، معرفت مو زیات وي، وخت ناوخت له ملګرو سره مخامخ کیږو او له هغوی سره تر سلام، کلام او نورو فرهنګي تپوسونو وروسته مخه ښه کوو.

په دې هکله زما شخصي تجربه دا ده چې پوزه او خوله د ماسکونو په وسېله پټه کړو، ،دا کار له یوې خوا صحي ارزښت او له بلې خوا مو له مخامخ کیدونکو کسانو سره معرفت تتوي،کله چې مو شناخته په پېژندلو کې ټکني شي،له زړه خواله ډډه کوي او شکمن تیریږي.

۶- حادثو ته سطحي نظر کول:

دا چې تګ راتګ مو په نقلیه وسایلو وي، نو د خلکو هجوم هم زیات وي، چېرته چې د نفوسو تراکم وي هلته حادثات هم نادر نه وي،هغه که زموږ مربوط وي یا یې عیني شاهدانو اوسو، د وخت قاتل یې بللای شو.ډېر کله مو د موټرو ټکرونه،د لارې په سر جنګونه …ځڼډوي،که وخت ورکړو یا یې نندارې ته تم شو ،نشو کولای خپل ټاکلی وخت مدیریت کړو.

۶- د موباییل نه استعمال:

اوس مو دا عادت جوړ شوی که د سفر لاره مو اوږده یا لڼډه وي،په موباییل یې تېروو،ترډېره اوسني ځوانان د ټولنیزو رسنیو او الکترونیکي ګیمونو معتاد دي.عموماُ په سفر کې موږ اکثره له نااشنا څنګ ناستیو سره د معرفت فرهنګ ته توجه نکوو، یا ګوشګي کاروو او یا خوب کوو.

ما ډیری ځوانان لیدلي چې دومره موباییل کاروي چې حتی جیب ته یې هم نه پریږدي.دا ښآیي ددې سبب شي چې د دفتر تر سټیشن واوړو.

۷- ټاکلې کرایه ساتل:

زما یو صادق ملګری دفتر ته یو ساعت وروسته راغی،مشر مو ترې پوښتنه وکړه،هغه وویل:په جېب کې مې ۵۰۰افغانۍ وې،نه له ډرایور سره ماتې وې او نه له دوکاندارانو سره،بیا مې له ۳ دقېقې مزل وروسته د ماما په دکان کې ماتې کړې،چې راغلم ډرایور هم تللی وو.

د داسې پېښو د مخنیوي لپاره چې نه مو دفتري حیثیت ساتلی شي او نه سفري،ښه ده چې تر سپرېدو د مخه ځینې لوټونه میده کړو،حتی ټاکلی کرایه په یوه خاص جېب کې وساتو،که مو کرایه تر کوزېدا۵۰ متره مخکې په لاسونو کې وي،یو به پخپل ځای ښکته شو او بل به مو له۳۰-۶۰ ثانیو وخت لاس ته راوړی وي

1 COMMENT

  1. اسلام علیکم

    الله مو په ګوتو او قلم برکت کړه، ډیرو اړینو او زرینو کرښو ته مو اشاره کړی چی هره ورځ ورسره مخ یو، حقیقت او واقیعت مو بیان کړی او ټولنی ته مو ستر خدمت او لاس نیوی کړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب