شنبه, اپریل 27, 2024
Home+یو فونیم دوولس ګرافیمه

یو فونیم دوولس ګرافیمه

څېړندوی شریف الله دوست سرواني

پښتو ژبه لا هم د نړۍ د هغو ژبو په کتار کښي ده چي لا یې لومړنۍ ستونزي پر ځای دي. د “ډیویډ بویل” په باور د شاوخوا پنځوسو آریاني ژبو په ډله کښي پښتو ژبه تر فارسي راوروسته دویمه ځواکمنه او د ګرامر له مخي بډایه ژبه ده.(Anne boyle David:p,7) د ډیویډ بویل خبره په علمي برخه کښي سمه ده خو د ګرامر په برخه کښي پښتو ژبه تر فارسي پیاوړې ګڼل کیږي، په خواشینۍ سره چي بیا هم تر ننه یو ټولمنلی معیاري ګرامر او ټولمنلي- غوړېدلي معیاري قاموسونه نه لري. هو، ستونزي ډیري سته، سمېدل غواړي. د ژبي تحول او تکامل د انسان په څېر دی چې د زېږېدو څخه تر ځوانۍ پوري سوکه سوکه او په تدریج سره انکشاف کوي. که یې د تکامل له پاره په وجود کښي زهرجن لاسوهنه وسي وجودي تحول او تکامل یې ګډوډکیږي او د خپلي طبیعي لاري اوړي. په ژبه کښي هم که بې ځایه لاسوهني وسي منحرفیږي.د پښتو ژبي په ټول فونیمیک نظام کښي ستونزي سته حتی تر اوسه یې ټول فونیمونه لا نه دي تشخص سوي او استخراج سوي. څرنګه چي هره ژبه ځانته علمي قوانین لري همداسي یې اورتوګرافي/Orthography هم ځانته خاص قوانین لري. دمګړی د پښتو ژبي د زورکي په اړه غټه ستونزه دا ده چي دا فونیم/ә/ په پښتو ژبه کښي یو واحد او ټولمنلی ګرافیم(لیکبڼه) نه لري بلکي پر یوه ځای په شاوخوا دوولسو ګرافیمونو او سمبولونو باندي لیکل کیږي. دې کار خپله پښتنو، غیرپښتنو هیوادوالو او هغه بهرنیانو ته چي پښتو ژبه نوې زده کوي او یا په پښتو ژبه کښي څېړني کوي لویه ګډوډي او غټي ستونزي جوړي کړي دي.

زورکی دمګړی په دې/ә،h ð،  a، هـ، لا، ه، ـه،أ، ا،ء،Ø/ ګرافیمونو او سمبولونو /symbols باندي لیکل سوی او لیکل کیږي. دا واولي فونیم لنډ منځی ږغ دی. په پښتو ژبه کښي خورا ډېر کارېدنګ لري. دا واول آریاني – اوستايي مخینه لري. په اوستا کښي اوږد زورکی هم سته او د اوستايي ژبي د څوارلسو واولونو په کتار کښي لسم واول /ə/ دی. ممکن پښتو هم اوږد زورکی درلود خو اوس یې یا د لاسه ورکړی یا ښايي په پښتو لهجو کښي وي خو نه دی استخراج سوی.

تاریخچه: د پښتو ژبي زورکي د لرغونو آریاني ژبو له زورکي او نورو ږغونو(فونیمونو) څخه تحول او تکامل کړی دی خو دا کټمټ په دې معنی نه ده چي هماغه لرغونی ږغ-فونیم دي اوس په پښتو ژبه کښي بیخي همداسي پاته وي ممکن څه نا څه توپیرونه او اوښتونونه یې منلي وي. د پروفیسور مورګنستیرن په باور چي د پښتو ژبي زورکي /ә/ د آریاني ژبو له /āū i u/ فونیمونو څخه تحول/Evolution او تکامل/Involution کړی دی. دا تحول په نورو ختیځو آریاني ژبو(پامیري) کښي هم تر سترګو کیږي، په ځانګړې توګه د لرغوني ختیځي آریاني اوِستا ژبي څخه د بلي ختیځي آریاني ژبي پښتو تحول په ښه ډول څرګندیږي:

د / i /  تحول په پښتو زورکي /ә/ لکه: د اوستا špis=پښتو شپږه/špәẓә(په لوېدیځ ویښت کښي خوندي)

د /u/ تحول په پښتو زورکي /ә/ لکه: د اوستا duma = پښتو لم/lә m.

د /ū / تحول په پښتو /ә/ لکه: د اوستا mūṣ = پښتو مږه/mәẓә.

د /ā/ تحول په پښتو زورکي /ә/ لکه: اوستا stíčiā = پښتو ښځه/ṩәĴә(تاریخ تلفظ و صرف پشتو:۲۷۴مخ)

د آریاني فعلي ریښې /a/ تحول په پښتو فعل کښي په /ә/ لکه: آریاني فرضي ریښه *ram = پښتو ځم/Ĵәm(Etymological Dictionary of the Iranian verb p: 312)

ستونزي

غټه ستونزه داده چې د دې فونیم له پاره په پښتو ژبه کښي ځانګړی ګرافیم نه سته او په تېره یوه پېړۍ کښي د زورکي فونیم په دې ګرافیمونو او سمبولونو لیکل سوی دی:/ә،h ð،  a، هـ، لا، ه، ـه،أ، ا،ء،Ø/

 دې کار لویه ګډوډي او سرګرداني جوړه کړې ده. دا دی د دې ګډوډۍ بولګي را اخلو:

د کلمو او مورفیمونو په سر کښي د زورکي کارېدنګ؛

د پښتو ویینو – کلمو په سر کښي په/ا/سره ښودل کیږي. لکه:> /امبټۍ/әmbaṭәy= د مړه انګار لوښی، د ایرو او امبارو ظرف. یا هم اخښی، أخښی(د خور خاوند او د مېرمني ورور) (په لوېدیځه لهجه – هلمند کښي کارېدنګ لري)، یا هم ارر/әrr د تعجب ږغ.

د کلمو او مورفیمونو په منځ کښي Ø؛

د وییونو، کلمو او مورفیمونو په منځ کښي صفر ګرافیمي حالت یعنې بیخي ګرافیم نه لري چې تش یا صفر ګرافیم Ø بلل کیږي: >ډنګر/ḍәngar ، کټو/kәṭau، مشر/mәšar ،  کشر/kәšar، کړک/kṛәk(د کوکنارو وچ لرګي)

د کلمو او مورفیمو په پای کښي څو ډوله کارېدنګ لري:

په نومونو کښي:/ه/لکه:> زړه/zṛә ، تره/trә، واده/wādә، بیده/bidә

په فعلونو کښي: ایسېده/isedә، راتله/rātlә، ولاړېده/walāṛedә، ګړېده/gaṛedә، کښېناسته/kṨenāstә

همداسي د باړه ګلۍ د پرېکړي پر بنسټ :> زړۀ/zṛә ، ورارۀ/wrārә

په /  ــه/ ګرافیم سره ؛

لکه: ویاله/vyālә ، پنډواله/panḍwālә، چینه/činә

د /هـ.ه.h) فونیم سره یې ګډوډي. لکه: پوه/poh ، ساه/sāh ، هم په همدې /ه/ ګرافیم باندي لیکل کیږي او تره/trә، واده/wādә، بیده/bidә هم په همدې ګرافیم لیکل کیږي.

د / ا – هـ/ سره یې ګډوډي: د (هم=قید/too)، ام/әm(لهجوي بڼه)، هټال/hәṭāl = اټال/=әṭāl ایسار.(دریاب،۱۳۰۴مخ)

په /ء/ګرافیم سره: ځیني پوهان او عام لیکونکي د پښتو زورکی په /ء/ ګرافیم سره لیکي چي یو هم ارواښاد عبدالرازق پالوال دی. کاږي:” د زورءکي د /ә/ادایني له پاره خوله لږ پرانیستلې وي… وازء ، رغاوء، مړاوء، زء…”(معیاري پښتو:۹۵مخ)

د /ә/ او /a، á/ ګډوډي: ډېر کله په فونیټکي بڼه د زورکي کښل سره ګډوډ سوي دي، په ځانګړې توګه د لهجو په برخه کښي. دا خبره مورګنستیرن هم کړې: ” ә ته په پښتو کښي زورکی وايي په ځینو لهجو کښي زور او زورکی د یو بل ځای نیسي… ” خو دا ګډوډۍ په اکاډمیک ډګر کښي هم سوي دي. پښتو- پښتو تشریحي قاموس د میډیوټک چاپ ۳ ټوک ۲۰۴۱مخ ښځه په ṣáĴa کشر په kášar۴ټوک ۲۵۱۳مخ(تاریخ تلفظ و صرف پښتو:۲۷۱-مخ)

پوهاند زیا په خپل کتاب پښتو پښتویه کښي زورکي ته د /ð/ سبمول غوره کړی دی.(پښتو پښتو:۵۸مخ)پروفیسور هربرټ پنزل د پښتو زورکي له پاره د /لا/ ګرافیم وړاندیز کړی دی. کاږي: ” لنډ حرکات د پښتو په عربي دود کښي نه لیکل کیږي نو د زورکي له پاره د داسي یوه اعراب موجودیت چي له زور څخه مشتق سوی وای یو فکري ابتکار به وای، لکه: د زور له پاره /هـ/ او د زورکي له پاره /لا/.  “(پنزل:۵۹مخ)

لوریمر/G.L lorimer د پښتو وزیري لهجې ګرامر او ویپانګه/Grammar and vocabulary of WAZIRI PASHTO کښي د پښتو زورکي له پاره د /E/ ګرافیم کارولی دی. (G.L:P,iii)

په ۱۳۹۰ش کښي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بنونیست ، مورګنسترن او پوهاند الهام په پلوۍ د پښتو لهجو د راټولووله پاره د پښتو زورکي له پاره دا /ә/ فونټیکي سمبول غوره کړ.

انتقادي شننه: د پورتنیو ټولو ګرافیمونه او سمبولونو تحول او تکامل ته که وګورو، د فونوټیکس په برخه کښي وروستی د /ә/ سمبول غوره ګڼل کیږي. ځکه په وروستیو پنځوسو کلونو کښي د /ә،h ð،  a/ ګرافیمونو څخه یې یواځي /ә/ تر اوسه په پراخه پیمانه منل سوی ګرافیم دی پر همدې باید ځکه  ټولیز منښت وکړو چي دا سمبول او ګرافیم د اوستايي زورکي او نورو آریاني ژبو د زورکي له پاره هم منل سوی دی په دې سره په تاریخي ګرافولوژۍ کښي د ګډوډۍ مخ نیول کېدای سي.

بل دا چي د پښتو ژبي په لیکبڼه کښي لاهم د زورکي له پاره ګرافیم نه سته.  د /هـ، لا، ه، ـه،ء/ ګرافیمونه ټول دعربي او پښتوکانسونینټونو له پاره جوړ سوي او کاریږي، د پښتو ژبي زورکی واول فونیم ته باید داسي یو ګرافیم جوړ سي چي واولي مغزي کیفیت ولري.د /ۀ/ ګرافیم چي په باړه ګلۍ کښي د زورکي له پاره غوره سوی علمي ځکه نه دی چي لومړی خو یو مرکب ګرافیم دی ، دویم دا چي دا د عربي همزه /ء/ کاپي ده او تر مخه لا د کانسونینټ فونیم د افهام  له پاره ټاکل سوی او قرارداد یې سوی دی. د دې ستونزي له پاره باید د پښتنو ژبپوهانو له خوا  ټولیزه، اکاډمیکه حللاره پیدا سي.

  • مأخذونه
  • پالوال، عبدالرازق. معیاري پښتو، چاپ چاري مطیع الله روهیال، ۱۳۸۴ش.
  • پنزل، هربرټ. د پښتو ګرامر، دویم چاپ، صدیقي خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ش
  • زیار، مجاور احمد. پښتو پښویه، درېیم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ش
  • مورګنستیرن او نور. تاریخ تلفظ و صرف پشتو، چاپ دوم، متجم: روان فرهادی، انتشارات صلح، ۱۴۰۰ش
  • هوتک، محمد معصوم. پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یو څېړنه، دوهم چاپ، د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، ۱۳۹۰ش.
  • Johnny Cheung, Edited by Alexander Lubotsky (2007), Etymological Dictionary of the Iranian verb, vol 2
    1. Anne boyle David:p,7 )8

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب