یکشنبه, مې 19, 2024
Home+فلسطین په اور کي سوځي | عبدالباري جهاني

فلسطین په اور کي سوځي | عبدالباري جهاني

نه  دعا او نه درودونو اثر وکړ

تنورونه له اسمانه را اوریږي

څوک د میندو پر سینو باندي ساه ورکړي

څوک پر مړو میندو په سرو چیغو تاویږي

ښار له مځکی سره سم دی هدیره ده

په لوګیو، سرو لمبو دوړو کي ورک دی

د جهان سترګي یې نه ویني ړندې دي

چي لا څومره د اسمان زړه ورته ډک دی

په لمبو کي مځکه سره لکه تبۍ ده

په ویالو کی یې د وینو سېل بهیږي

هم غړومبی دی له اسمانه هم له مځکي

ککرۍ دي چي له تن څخه بېلیږي

قاتل ورک دی له قاضي له عدالته

بې ګناه د انتقام په اور کي سوځي

د بمونو راکټونو له هیبته

خوب له شپې، قرار وتلی دی له ورځي

بېګناه چي د ګناه په تهمت وژني

بس همدا د زورورو عدالت دی

د قاتل تر شا د غره په څېر ولاړ وي

د آزادي نړۍ دغه کرامت دی

اوس هغه جنډۍ له ویري دي سرټیټي

چي په نوم به د اسلام پورته کېدلې

اوس هغه سالار شیطان ته پر سجده دی

چي وعدې یې د کوثر د جام کولې

اوس د هغه مولوي ژبه ګونګۍ ده

قوالې چي د جنت یې ورکولې

اوس هغه شیخان په ښکلیو کي لوبیږي

په واسکټ چي یې ښایستې حوري وېشلې

اوس به څوک د مظلومانو چیغي واوري

چي اسلام وي د طلا بلا نیولی

څوک به څرنګه منتر د شیطان مات کړي

چي شیخانو وي پخوا ایمان پلورلی.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د میاشتي اووه لسمه، ویرجینیا.

1 COMMENT

  1. د ښاغلی محترم جهانی صاحب د ښکلی او دردوونکی شعر څخه په مننی سره؛
    زما ډنګر ذهن همیشه ددی چاغ واقعیت سره په ټکر کی دی چی:
    ولی د هندوستان د هیواد ( کوم چی روښانه تاریخ او روښانه جغرافیا لری، د راتلونکی روښانه اقتصاد ادعا لری او د فضاء او سپوږمی د تسخیر په لټه کی دی ) اکثره هندو مسلک وګړی ورځ تر بلی غوا او بُت ته د سجدی له امله ئی ملا کږیږی او مغز مینځل کیږی؟
    او
    ولی د تمدن او لویو اختراعاتو او کشفیاتو مدعیان ورځ تر بلی د ” یهودیت ” د نژاد پرستی د غولو او سریښو او ځګ په ډنډ کی لاهو کیږی او غربی متمدنه! ټولنه ئی هم مسحوره کړی او غولولی ده؟
    آیا په یوویشتمه پیړی کی د یهودیت ( اسرائیلی دولت! ) اپارتایډی ماهیت د بشریت پر تندی د ننګ او شرم تور داغ او توره لکَه نه ګڼله کیږی؟
    د خواشینی ځای دی چی د مسلمانو پرګنو یا نورو صالحو انسانانو څخه د ” کوه نور الماس ” ورک او یا تری غلا سویدی او په نورو جالونو کی را ګیر سویدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب