یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد امریکا د دیموکرات او جمهوریپال ګوندونو اکثره غړي وايي، د افغانستان...

د امریکا د دیموکرات او جمهوریپال ګوندونو اکثره غړي وايي، د افغانستان جګړه نه ارزېده

تاند (چهار شنبه، د میزان ۲۶مه) د امریکا د جمهوریپال او دیموکرات ګوندونو اکثره غړي په دې باور لري چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا هلته ځواک ولیږي.

د بریتانیا د پیرسن انستیتیوت له نظرپوښتنې سره سم، د جمهوریپالو او دیموکارتو غړي په دې موافق دي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزېده چې امریکايي پوځیان پکې وجنګېږي.

په دې نظرپوښتنه کې ۶۵ سلنه دیموکراتانو او ۶۳ سلنه جمهوریپالو په افغانستان کې د امریکا له شل کلنې جګړې سره مخالفت کړی دی.

دوی کابو ټول په دې برخه کې باورمن نه دي چې امریکا دې د تروریزم د له منځه وړلو یا د افغان ښځو د وضعیت د ښه کولو په شان د مشخصو هدفونو په پوره کولو کې بریالۍ شوې وي.

د جمهوریپال ګوند مارتین سټېفن، چې ۸۷ کلن دی، ویلي:«له پیله څرګنده وه چې بریالي کېدای نه شو.»

د پیرسن انستیتیوت استاده ملیحه چشتي وايي، په شل کلنه جګړه کې ډېر افغانان او امریکایان وژل شوي او میلیاردونه ډالر لګول شوي خو د افغانستان حکومت په نهایت کې نسکور شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب